د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: طالبانو د سولې ټینګېدو لپاره یوه ژمنه هم نه ده عملي کړې


دانش له طالبانو څخه غوښتي چې د سولې بهیر د بریا لپاره باید تاوتریخوالی کم کړي

د سولې په مذاکراتو کې له پرمختګونو سره هم‌مهاله د افغانستان د جمهوري رئیس دهم مرستیال سرور دانش وايي چې طالبانو په افغانستان کې د سولې د ټينګېدو لپاره په خپلې یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی.

ښاغلي دانش د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومي ۲۲) د جنوبي کوریا له نوي سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د ښه نیت ښودلو لپاره اساسي ګامونه پورته کړي دي.

هغه زیاته کړې: "تر اوسه د طالبانو او تروریستي ډلو ترمنځ مستقیمې اړیکې شته دي او همداشان د طالبانو ډلې تاوتریخوالي او د افغانستان د خلکو وژنې ته دوام ورکړی دی".

د جمهوري ریاست د دویم مرستیال دفتر په یو بیان کې د جنوبي کوریا د نوي سفیر چوی‌تای هو، له قوله لیکلي چې هېواد یې د افغانستان له سیاسي نظام او د کابو دوو لسیزو له لاسته رواړونو څخه ملاتړ کوي.

هغه له طالبانو څخه غوښتي چې د سولې بهیر د بریا لپاره باید په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو دوهم پړاو دوه ورځې وړاندې د قطر په پلازمینې دوحه کې پیل شو.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري ویلي د دواړو خواو کاري ډلو ترمنځ په لیدنه کې د دوهم پړاو مذاکراتو د اجنډا د توحید په تړاو خبرې شوې دي.

اغلې انوري ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو خواو د د غونډو پر دوام توافق کړی دی.

XS
SM
MD
LG