د لاس رسي وړ اتصالات

موقت حکومت د واک د انتقال قانوني لار نه ده ـ مسلمیار


مسلمیار ویلي چې موقت حکومت د واک د انتقال قانوني او معقوله لار هم نه ده
مسلمیار ویلي چې موقت حکومت د واک د انتقال قانوني او معقوله لار هم نه ده

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وايي چې موقت حکومت د هیواد په ګټه نه دی.

نوموړي نن یکشنبه جنورۍ ۱۰ (مرغومې ۲۱) پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې موقت حکومت د واک د انتقال قانوني او معقوله لار هم نه ده: "د موقت حکومت جوړېدو په اړه مې دريځ څرګند دی، موقت حکومت د هېواد په ګټه نه دی او د واک د انتقال قانوني او معقوله لار هم نه ده."

د مشرانو جرګې مشر زیاته کړې چې دسولې مذاکراتو په پایله کې داسې بدلون ته اړتیا ده چې د ولسونو په خوښه او غوښتنه وي او په وینا یې د هغوی وړاندیزونه او سپارښتنې په پام کې نیول شوي وي.

هغه له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په ښوودلو سره له هغوی غوښتي چې د ولسونو لپاره د ډاډمن امنیت زمینه برابره کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې ولسمشر غني هم تازه له «سي ان ان» تلویزیون سره مرکه کې ویلي چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي.

ولسمشر غني پر داسې مهال له خپل لوري منتخب حکومت ته د واک پر سپارلو ټینګار کړی چې دا مهاله په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شوی دی.

وسله وال طالبان چې دا مهاله په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له مذاکراتي پلاوي سره دوهم پړاو بین الافغاني مذاکراتو ته کینې په افغانستان کې د «نوي اسلامي نظام» پر رامنځته کېدو ټينګار کړی دی.

خو ولسمشر غني له «سي ان ان» سره خپلې مرکې ویلي چې د طالبانو ځان غوښتنه به د سولې پر روان بهیر منفي اغېز وکړي.

XS
SM
MD
LG