د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د دارالامان اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار په لوېدیځه څنډه دارالامان کې د دولتي ادارو د تر ټولو لوی او لومړني کمپلکس ډبره کېښودله.

ولسمشر غني نن یکشنبه د «چنګاښ پر۲۳مه» د «دارالامان اداري کمپلکس» د بنسټ د ډبرې تر کېښودلو وروسته وویل، چې د دولتي ادارو په ایستلو سره به کابل ښار یو ځل بیا بېرته خلکو ته وسپارل شي.

هغه وویل:" اصلي ټکی دا نه دی چې دولتي چارې دې په مفشنو یا عصري ودانیو کې تر سره شي، هدف دادی چې دغه ودانۍ خلکو ته د خدمت وړاندې کولو و وسیله وګرځي، خو که چیري د حکومتدارۍ کیفیت خراب وي، دا د ویاړ ځای نه بلکې د شرم سبب ګرځي."

په کابل کې د دولتي ادارو د دغه لومړني کمپلکس د جوړېدو چارې پر داسې مهال پرانیستل کېږي، چې دا مهال د افغان حکومت نسبتاً ټولې دولتي ادارې د ښار په مرکزي برخه کې موقعیت لري.

د افغانستان د ښار جوړونې او اراضي وزارت سپرست جاوید احمد پیکار وايي، چې د یاد کمپلکس کار په دوو پړاونو کې بشپړیږي.

هغه وویل، چې په دارالامان کې ادارې کمپلکس کې ۲۷ بابه دولتي ودانۍ جوړیږي، چې په لومړي پړاو کې ۱۳ او دوهم پړاو کې یې ۱۴ دولتي ادارې شاملې دي.

د افغان حکومت د معلوماتو له‌مخې دغه اداري کمپلکس چې نژدې ۱۲میلیارډه افغانۍ لګښت به ولري د ۲۰ کلونو په موده کې به بشپړ شي.

دغه اداري کمپلکس چې پر ۵۰ هکتاره ځمکه باندې جوړیږي د افغانستان د ښار جوړونې او اراضي وزارت د سرپرست په وینا په معیاري ډول سره جوړیږي.

کابل ښار چې د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله یې لویې څلور لارې او عمومي جادې په ساعتونو ساعتونو د ټرافیکو پرمخ بندې وي له ښاره د دولتي ادارو په ایستلو سره به دغه ستونزه تر ډېره راکمه شي.

XS
SM
MD
LG