د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ د تعرفو د کمولو په اړه د تړون له لاسلیک کېدو څو ورځې وروسته، پخوانی امریکايي سناتور ډیویډ پیدرو د چین لپاره د متحدو ایالتونو د نوي سفیر په توګه هغه هېواد ته رسېدلی دی.
پیدرو له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د متحدو ایالتونو په سنا کې د جورجیا ایالت استازی و او همدغه راز په بېلابېلو تجارتي ادارو کې یې هم کار کړی دی.
بیجینګ ته له رسېدو وروسته هغه خبریالانو ته وویل: «زه چمتو یم چې دلته خپل کار پیل کړم او امریکا لا خوندي، قوي او ښیرازه کړم.»
پیدرو د نیکولاس برنس په ځای په چین کې د امریکا سفیر ټاکل شوی. برنس، چې مخکني ولسمشر جوبایډن سفیر ګمارلی و، د روان کال د جنورۍ په میاشت کې له چین څخه وتلی و.
په همدغه حال کې، د پنجشنبې په ورځ د اسیا پسفیک اقتصادي همکارۍ (ادارې) خبرداری ورکړ، چې د امریکا د سختو تعرفو له کبله به سږکال له سیمې څخه صادرات کم وي، دا صادرات د نړۍ د ټولو صادراتو نیمايي بلل کېږي.
ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې بهرنیان دا تعرفې ورکوي او هدف یې د متحدو ایالتونو د اقتصادي توازن بیا برابرول او د فابریکو او شرکتونو هڅول دي چې امریکایانو ته نورې دندې پیدا کړي.
منتقدین وايي چې امریکايي لګښت ورکوونکي دا تعرفې ورکوي چې د اقتصادي ودې په وړاندې یو خنډ دی.
فورم \ دبحث خونه