د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني نړیوالې اقتصادي غونډه کې برخه واخیستله


د داووس په غونډه کې د نړۍ شاوخوا درې زره مشران، سوداګر، د نړیوالو مؤسسو مشران، د مدني ټولنې او د رسنیو استازي راغونډ شوي.
د داووس په غونډه کې د نړۍ شاوخوا درې زره مشران، سوداګر، د نړیوالو مؤسسو مشران، د مدني ټولنې او د رسنیو استازي راغونډ شوي.

د افغانستان ولسمشر نن د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سویس ته روان شو.

تمه ده چې اشرف غني به د سویس په داووس ښارګوټي کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې برخه واخلي. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر به په دې غونډه کې د افغانستان د اقتصادي ودې او د سیمې په اقتصاد کې د افغانستان د ونډې په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس تر دې مخکې سویس ته تللی و او پرون یې د دې غونډې تر څنګ د سولې او پخلاینې په نوم په یوې غونډه کې برخه واخیسته.

په داووس کې نړیواله اقتصادي غونډه د سې شنبې (فبروری ٢٢) پرانیستل شوه او د جمعې تر ورځې به دوام وکړي.

د نړۍ د اقتصادي فورم موسس کلوس شواب ووایي د نړیوالې همکارۍ د ټیگښت لپاره د نړۍ پیاوړی اقتصاد اړین دی.

د ولسمشر ترمپ په گډون چې په کور دننه ستونزې لري د نړۍ ځینو مهمو مشرانو په دې غونډه کې برخه نده اخیستي.

مایک پامپیو د سې شنبې په ورځ له امریکا څخه د وېډیو کنفرانس له لارې د داووس نړیوالې اقتصادي غونډې ته د چین او امریکا ترمنځ د سوداگریزو اختلافاتو په اړه خبرې وکړې.

پامپیو ټینگار وکړ چې یوازې په هغه صورت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري کیدای شي چې ځېني شرایط ومنل شي.

د بریتانیې صدراعظه تیریزا مې هم د اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیې د وتلو د مسلې په سر دې غونډې ته نه ده تللې.

په داسې حال کې چې اقتصادي وده سوکه شوې د اوکسفام خیریې موسسې د سویس په داووس کې راټول شویو مشرانو ته خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې د عاید نابرابري کمه شوې نده.

XS
SM
MD
LG