A look at the best news photos from around the world.
د ٢٠١٥ کال د اگست ١٣

۱
په هاوانا کې د امریکا د متحده ایالاتو په سفارت کې د امریکا د بیرغ په پورته کولو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې وروسته له ٥۴ کالو بیرته عادي شوې

۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د امریکا د سمندري ځواک هغه درې تنه سرتیري لیدل کېږي چې ٥۴ کاله مخکې یې په هاوانا کې په خپل سفارت کې د امریکا بیرغ د سړۍ جگړې په اوج کې د اړیکو د شلیدو په وجه راټیټ کړی و، نن د اگست په ١۴ یې بیا د بیرغ د اوچتولو په مراسمو کې گډون وکړ

۳
د چین د بندري ښار تیانجن په یو گدام کې د تیرې شپې په یوه لویه چاودنه کې لږ تر لږه ۴۴ تنه وژل شوي او په سلگونه نور ټپیان دي. د چین دولتي تلویزیون نن وویل چې د زخمیانو له جملې نه د ٣٢ تنو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

۴
د چین د بندري ښار تیانجن په یو گدام کې د تیرې شپې د چاودنې بل تصویر