د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس په شاوخوا او مریلنډ کې د حماس د ملاتړو د احتمالي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د امنیتي تدابیرو زیاتیدل


د واشنګټن ډي سي او هغه څیرمه د مریلنډ ایالت امنیتي مقاماتو د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې۲۱مه) د امریکا د کانګرس په شاوخوا کې امنیتي موانع ځای پرځای کړي او د یهودانو د کورونو او د هغوي د عبادت ځایونو امنیتي تدابیر یې هم زیات کړي دي.

دا امنیتي تدابیر وروسته تر هغه ونیول شول،‌ چې د حماس پخواني مشر خالد مشعل له خپلو ملاتړو څخه وغوښتل چې د غزې په تړانګې د اسرائیل د یرغل په وړاندې په غبرګون کې د جمعې ورځ "د قهر په ورځ" واړوي.

له تاریخي منظره، دا راز غوښتنو (د قهر ورځ) په غزې او لویدیځه غاړه کې لوی لاریونونه او ناکرارۍ رامنځته کړي، خو د ان بي سي خبري اژانس په حواله،‌ دا راز غوښتنې په متحده ایالاتو کې د کوم لوي برید لامل نه دی شوی.

د واشنګټن ډي سي پولیسو د پنجشنبې په شپه، په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې په دې اړه پلازمینه (واشنګټن ډي سی) د هیڅ کوم جدي ګواښ سره مخامخ نده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: "د واشنګټن ډي سي پولیس به د ټولنې د لا ښه امنیت څخه د ډاډمن کیدو په موخه، د پلازمینې شاوخوا او د یهودانو د عبادت ځایونو څخه خپله څارنه زیاته کړي."

خبرپاڼه زیاتوي:"موږ له خپلې ټولنې څخه غواړو چې بیداره پاتې شي او د ټولنې په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي."

بلخوا د مریلنډ پولیسو هم د پنجشنبې په ورځ ويلي، چې دوی د یهودي ټولنې د ساتنې لپاره یو لړ اقدامات ترلاس لاندې نیولي دي. ددغه ایالت د پولیسو په وینا،‌ په دغه سیمه کې اوسمهال هیڅ راز ګواښ نشته دی.

د احتیاطي اقدام په توګه، امنیتي مامورینو د پنجشنبې په شپه د متحده ایالاتو د پلازمینې په شاوخوا کې د امنیتي موانع ځای پرځای کړل. ورته موانع د جنورۍ پر شپږمه د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو تر برید وروسته، د سپینې ماڼۍ او د کانګرس د ودانۍ شاوخوا څو څو ځلې ځای پرځای شوي دي.‌

همداراز د واشنګټن ډي سي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي دي: "موږ د کانګرس د ودانۍ پر شاوخوا امنیتي تدابیر زیاتو. ځینې کارونه چې موږ یې ترسره کوو ښکاره دي، خو د امنیتي دلایلو له امله موږ نشو کولی د کانګرس د امنیت ساتلو لپاره ټول اقدامات په تفصیل سره بیان کړو."

د واشنګټن ډي سي د پولیسو په حواله، دوی د استخباراتي ادارو سره په همغږۍ کې د خلکو د امنیت او خوندیتوب لپاره شپه او ورځ کار کوي.

دغه خبر د امریکا د ان بي سي تلویزیون د راپور پر بنسټ جوړ شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG