په واشنګټن ډي سي ښار کېيوه ډله اعتراض کوونکو د دونالد ټرمپ د ادعاو ملاتړ وکړ چې وایي په انتخاباتو کې درغلي شوي؛ هغه ادعاوی چې تر اوسه ندي ثابتې شوي.
تر اوسه څرګنده نده چې پرون د نومبر په ۱۴ (لړم ۲۴) مظاهرو کې څومره شمیر خلکو ګډون کړی و.
د "ستر یو میلیوني لاریون"، "د ټرمپ نه د ښځو ملاتړ" او "په انتخاباتو کې غلا بنده کړئ" تر عنوان لاندې یو شمیر مظاهرې د ښاغلي ټرمپ د ادعاو په ملاتړ شوي دي.
د مظاهرو د پیل نه شاوخوا دوه ساعته مخکې، جمهور رئیس دونالد ټرمپ د خپل موټرو په کاروان کې د واشنګټن ډي سي ښار پنسلوانیا جادې ته لاړ او خپل پلویان یې ولیدل.
ښاغلي ټرمپ تر اوسه د خپل انتخاباتي سیال جو بایډن بریالیتوب نه دی منلی چې د شمیرل شویو رایو په اساس د انتخاباتو ګټونکی اټکل شوی دی.
ښاغلی ټرمپ ادعا کوي چې په څو سرنوښت سازو ایالتونو کې د انتخاباتو په ترڅ کې بې نظمي رامنځ ته شوی چې کولای شي د انتخاباتو نتیجې بدلې کړي.
د رپوټونو له مخې د اعتراض کوونکو ترمنځ د کشمکش په نتیجه کې یو تن د چاقو په ضرب ټپي شوی دی. همداشان د ۲۰ تنو اعتراض کوونکو د نیول کیدو او د ددو پولیس منصبدارو د ټپي کیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.