د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د نوو ماینونو ښخولو په اړه د ماین پاکۍ د موسسو اندیښنې


په افغانستان کې ماینونو د پاکولو پروګرام په ۱۹۸۹ کال کې پیل شوی او تراوسه ډیرې سیمې د ماینونو څخه پاکې شوي.
په افغانستان کې ماینونو د پاکولو پروګرام په ۱۹۸۹ کال کې پیل شوی او تراوسه ډیرې سیمې د ماینونو څخه پاکې شوي.

په کابل کې د ماین پاکۍ د پروګرام چارواکي وايي، په افغانستان کې په ۱۹۸۹ عیسوي کال کې د ماین پاکۍ د پروګرام د پیل نږدې ۲۸ کاله وروسته اوس هم هره میاشت تر ۱۴۰ تنو پورې کسان چې ۶۵٪ یې ښځې او ماشومان دي د ځمکني ماینونو قرباني کیږي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې که څه هم پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل په کلونو کې د ښخ شوو ماینونو له څلورو برخو څخه درې برخې ماینونه پاک شوي، خو د دوی پلټنې ښيي چې وسله وال مخالفان نوي ماینونه هم ښځوي، چې ورسره د ماین پاکونې د بهیرپر وړاندې ستر ګواښونه راولاړ کړي دي.

ښاغلي برمک وویل " په تیرو دوو کلونو کې چې په مختلفو ولایتونو کې جګړې پراخه شوي په تاسف سره د افغانستان د حکومت نظامي مخالفان، طالبان او نورې ډلې چې د افغان حکومت پر وړاندې جنګیږي، دوی د ماینونو له مختلفو ډولونو څخه کار اخلي او ښخوي یې، ځینې ناچاودیدلي توکي چې په ځینو ساحو کې لا پاتې دي پخپله یو جدي ګواښ یې راولاړ کړی دی او زمونږ کار یې دوه چنده زیات کړی دی".

نن سه شنبه د اپریل څلورمه د ماين پاکونې نړیواله ورځ ده. دا ورځ د ځینو ماین پاکونې د مؤسسو له خوا په کابل کې و نمانځل شوه.

نوي ماینونه

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د وزارت د یوې نوې سروې له مخې د افغان حکومت مخالفو وسله والو په یوولس جنګ ځپلو ولایتونو کې تر څلور سوو کیلو متر مربع پورې په ځمکه نوي ماینونه ښخ کړي دي.

ملګرو ملتونو په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو سره سم په دغه هیواد کې د ماین پاکۍ پروګرام پیل کړ، چې په دغو نږدې ۲۸ کلونو کې د ماین پاکۍ د نړیوالو موسسو ترڅنګ د ماین پاکۍ یو شمیر افغان موسسې هم د ماینونو په پاکولو بوختې دي .

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو د شمیرنو له مخې په دغو تیرو ۲۸ کلونو په موده کې دوه سوه افغان ماین پاکانو د ماینونو د پاکولو پروخت خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه سوه نور د ماین پاکولو په وخت ټپیان شوي او اوس د معیوبیت سخت ژوند تیروي.

اوس په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ماین پاکۍ په موسسو کې تر ۷۰۰۰ پورې ماین پاکان کارکوي.

د ماین پاکۍ د موسسو د رپوټ له مخې دا شمیر د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ ۱۴۰۰۰ تنو ته رسیده.

د آیم ډي سي په نوم د ماین پاکۍ د موسسې رئیس شهاب حکیمي د ماین پاکانو د شمیر د کمیدو علت د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمیدل ښيي.

ښاغلي حکیمي امریکا غږ اشنا تلویزیون ته وویل، چېیو شمیر اروپايي هیوادونه، چاپان او امریکا متحده ایالت د ماین پاکۍ د پروګرام په مرسته کوونکو هیوادونو کې شامل دي، خو هغه وویل چې دغه پروګرام سره ډیرې مرستې د امریکا د حکومت له خوا ترسره کیږي.

ښاغلي حکیمي وویل " که د همدې کال د اپریل تر میاشتې پورې نړیوال خپلې مرستې وکړي او مونږ بيرته د ماین پاکۍ پروګرامونه چې پخوا غوندې وو ولرو نو تر ۲۰۲۳ کاله پورې به هغه هدف ترلاسه کړو چې افغانستان له ماینونو خالي اټکل شوی دی ".

د ماین پاکۍ د پروګرام چارواکي وایي چې دا هیواد د نړیوالې ټولنې تر اوو سوو میلیونو امریکایي ډالرو مرستې ته اړتیا لري ترڅو د ۲۰۲۳ کال پورې افغانستان د ماینونو څخه پاک شي.

XS
SM
MD
LG