د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې په یوې ټرافیکي پیښه کې ۴۲ کسان مړه شوي 


په هند کې لږ تر لږه ۴۲ کسان وروسته له هغې مړه شول چې د سپرلیو ډک بس یې د مدهیاپردیش ایالت کې د یو پول له سر څخه لاندې کانال ته ولوید.

د سیدهي سیمې پولیسو د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۶ (سلواغې ۲۸) رسنیو ته وویل چې دغه پیښه د دوشنبې په ورځ هغه وخت وشوه چې موټر چلونکي د پله نه د تیریدو پر وخت د موټر کنترول له لاسه ورکړ.

د پولیسو په وینا دغه بس موټر په بشپړه توګه په اوبو کې ډوب شوی و او محلي مقاماتو د مړو د راایستلو لپاره اړ شول چې د کانال اوبه بندې کړي.

د سیدهي یو مقام رویندر کمار چوهدري، خبریالانو ته وویل چې په دغه بس کې د ۳۴ کسانو ځای و، خو د هغه په وینا ۴۰ کسان په کې سپاره شوي وو.

د هند صدراعظم نرندرا مودي، د ټویټر په یو پیغام کې دغه پیښه "بوګنونکې" ګڼلې او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي کړې. ښاغلي مودي امر کړی چې د تاواني شویو کورنیو سره دې مالي مرستې وشي.

د هند د پولیسو رسمي شمیرې ښيي چې دغه هیواد د ټرافیکي پیښو د مړینو لوړه کچه لري او هر کال پدغه هیواد کې څه دپاسه ۱۱۰ زره کسان په ټرافیکي پیښو کې مړه کیږي.

د سړکونو خراب حالت، د مسافروړونکو وسایطو زوړوالی او د ټرافیکي مقرراتو نه مراعت کول په هند کې د ټرافیکي پیښو له عواملو څخه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG