د لاس رسي وړ اتصالات

د فلیپین په یوې کلیسا برید شوی او ٢٠ تنه وژل شوي


د فلیپین په جنوب جولو ټاپو کې په یوې کلیسا کې د یکشنبې په ورځ (جنورۍ ٢٧) دوه بمونه د یوې دقیقې په تفاوت یو د بل پسې وچاودیدل چې د فلیپینې مقاماتو په وینا لږ تر لږه ٢٠ تنه یې وژلي او ١١١ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

عیني شاهدانو ویلي دي چې دوهمه چاودنه د لومړۍ چاودنې نه یوه دقیقه وروسته هغه وخت وشوه چې د پولیسو او پوځیانو په گډون مرسته رسونکو ځاونه د پیښې ځای ته ورسول.

ددغو چاودنو په قربانیانو کې ١٥ تنه ملکي وگړي او پنځه تنه پوځیان شامل دي. مقاماتو ویلي چې د ټپیانو په منځ کې هم ٢١ تنه امنیتي کارکوونکي شته او نور ټول یې ملکي وگړي دي.

د فلیپین د دفاع وزیر دلفین لورنزانا، ویلي دي چې د هیواد وسله والو ځواکونو ته یې امر کړی دی تر څو د عامه عبادت ځایونو شاوخوا امنیتي تدابیر پیاوړي کړي.

د فلیپین د جمهور رئیس رودریگو دوترتي دفتر هم د یو پیغام په خپرولو ویلي چې ددې پیښې عاملین به د نړۍ په هر گوټ کې چې وي تعقیب کړي او هغوی به عدالت ته راکش کړي.

د فلیپین جمهور رئیس د هیواد په جنوب کې د بېړني پوځي حالت د اعلانولو تر څنگ ویلي چې د فلیپین وسله وال ځواکونه به دغه جنایتکاران له منځه یوسي.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددې پیښې مسؤلیت ندی منلی، خو د ابوسیاف پورې مربوط اسلامپاله سخت دریځه د جولو په ټاپو کې فعال دي. د امریکا متحده ایالات او فلیپین د ابوسیاف ډله یو ترهگر سازمان گڼي.

XS
SM
MD
LG