د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران په اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۳۶ ته ورسید 


په ایران کې اعتراضونه
په ایران کې اعتراضونه

په نیویارک کې میشت د بشري حقونو د څار سازمان د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۳ مه (تلې لومړۍ نېټه) وویل چې د ایران په ګوټ ګوټ کې د پولیسو په زور زیاتي کې ۳۶ تنه وژل شوي دي.

په نیویارک کې میشت د بشري حقونو د څار سازمان خبر ورکړی، چې د رسمي شمېرو له مخې په مظاهرو کې د پنځو ایراني پولیسو په ګډون ۱۷ تنه وژل شوي دي. خو خپلواکو سرچینو ویلي، چې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۶ ته رسېدلی او ښايي د مړو شمېر تر دې هم لوړ وي.

د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې داسې بریښي چې په هغه هېواد کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ په نښته کې ۲۶ تنه وژل شوي، خو جزیات نه دي ورکړل شوي.

خو د ایران پر وخت د پنجشنبې په شپه د ټلویزیون یو ویاند خبر ورکړ چې د تېرې شنبې له ورځې راهیسې چې اعتراضونه پیل شوي، تر اوسه په ټول هېواد کې ۲۶ مظاهره کوونکي او پولیس وژل شوي دي. خو دا څرګنده نه شوه چې دا شمیرې څنګه ترلاسه شوي دي.

په ایران کې ولسي اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې یوه ۲۲ کلنه میرمن مهسا امیني د "ګشت ارشاد" په نامه د ایران د اخلاقي پولیسو له خوا د سم حجاب د نه اغوستلو له امله ونیول شوه او په توقیف کې مړه شوه.

د مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران په بېلابېلو ښارونو او ولایتونو کې د جمعې په ورځ د سپټمبر ۲۳مه (تلې لومړۍ نېټه) پراخو مظاهرو دوام درلود چې په کې د مظاهره چیانو او پولیسو تر منځ تاوتریخوالی هم رامنځته شوی.

که څه هم د ایران لسګونو ښارونو ته د لاریونونو د لمنې پراخیدل لاهم روښانه نه دي، خو دا غورځنګ د ۲۰۱۹ راهیسې د ترټولو پراخې ناکرارۍ څرګندونه کوي. د بشري حقونو د ډلو په وینا په هغه وخت کې د مظاهره چیانو په وړاندې د حکومت د ځپنې او تاوتریخوالی په نتیجه کې په سلګونو کسان وژل شوي وو.

په نړۍ کې د انټرنېټ د لاسرسي د څارنې د یو بنسټ نیټ بلاکس NetBlocks)) په وینا، د مهسا امیني د مړینې له امله د خلکو له پراخو لاریونونو وروسته، د ایران حکومت په هغه هیواد کې د انټرنیټ لاسرسی ګډوډ کړی او تهران انسټاګرام او واټس اپ ته د خلکو لاسرسی سخت محدود کړی دی.

د مهسا امیني مړینه د "ګشت ارشاد" له خوا د هغې د توقیف کیدو څخه درې ورځې وروسته د سپټمبر په ۱۶مه اعلان شوه، چې له هغې وروسته د ایران په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې پیل شوې او لا هم روانې دي.

پدې ترڅ کې په ایران کې د بشري حقونو مرکز په نامه بنسټ اجرائیوي رئیس هادي قایمي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په وروستیو کلونو کې د حکومت ضد مظاهرو د ځپلو په ترڅ کې د سلګونو ملکي وګړو له وژل کیدو وروسته اوس د پراخې وینې تویدینې واقعي احتمال شته او مخکې له دې چې ناوخته شي نړۍ باید ورته رسیدګي وکړي."

ښاغلي قایمي په دغه اعلاميه کې دا هم ويلي چې "د نړۍ مشران بايد دغه جکومتي تاوتريخوالی په جدي توګه وغندي او په علني توګه د ايران له چارواکو وغواړي چې خلکو ته اجازه ورکړي چې د خپلسري نيولو، فزيکي تاوتريخوالي او مرګ له ګواښ پرته د لاريون له حق نه استفاده وکړي."

په ټولنیزو رسنیو کې بیساري خپاره شوي عکسونه ښیې چې لاریون کونکي د ایران د ستر رهبر علي خامنه يي او د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني عکسونه سوځوي چې په عراق کې د متحده ایالاتو په هوایی برید کې وژل شوی و.

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورو ډلو ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو په غبرګون کې پر مظاهره چیانو ډزې کړي او اوښکې بهونکی ګاز یې کارولی دی.

XS
SM
MD
LG