د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په یو ساحل کې د کښتۍ ډوبیدو له کبله ۷۳ تنه مړه شوي دي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د سوریې د روغتیا وزیر د جمعې په ورځ د سپتمبر په ۲۳مه (تلې لومړۍ نیټه) وویل چې د دغه هیواد په سواحلو کې د مهاجرینو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۷۳ تنه مړه شوي دي، دغه مهاجر د لبنان څخه پدغه کښتۍ کې سپاره شوي وو.

د سوریې د روغتیا وزیر حسن الغباش ویلي، دا د سوریې په سواحلو کې په وروستیو کلونو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو تر ټولو خونړۍ پېښه وه چې له لبنان څخه یې حرکت کړی و.

لبنان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له سخت مالي بحران سره مخ دی. د نړیوال بانک د راپور له مخې لبنان ددې هیواد په وروستي تاریخ کې د نړۍ یو له خورا سخت مالي بحران سره مخ شوی دی. دغه حالت د ناقانونه کډوالۍ لامل شوی دی.

د راپورونو له مخې په دې کښتۍ کې شاوخوا ۱۵۰ کسان سپاره وو، چې ډیری یې د لبنان او سوریې اتباع وو. دا کښتۍ د پنجشنبې په ورځ د سوریې تارطوس ښار ته څېرمه د مدیترانې په سمندر کې ډوبه شوه.

د سوریې د روغتیا وزیر په وینا، د دغه هېواد په تارطوس روغتون کې ۲۰ کسان تر درملنې لاندې دي او د دغې کښتۍ یو شمېر مسافر ژغورل شوي دي.

د سوریې د ترانسپورټ وزیر علي حامي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په ژغورل شویو کسانو کې پنځه لبنانیان هم شامل دي.

دغې بېړۍ ډېر مسافر د لبنان د شمال له بې وزلو سیمو څخه دي، چې ددې جملې څخه د طرابلس ښار د دغه هېواد تر ټولو بې وزله ښار دی.

د طرابلس ښار د ناقانونه مهاجرت د مرکز په توګه راڅرګند شوی چې د مهاجرینو زیاتې کښتۍ د دې سیمې له څنډو څخه حرکت کوي.

تر دې مخکې د طرابلس په سواحلو کې یوه له ګڼې ګوڼې ډکه کښتۍ هغه مهال ډوبه شوه چې د لبنان د سمندري ځواکونو له خوا تعقیب شوه او لسګونه کسان په کې ووژل شول.

د لبنان د سمندري ځواکونو لخوا د دغې کښتۍ تعقیب په هغه هیواد کې د غوسې لامل شو. پدې کښتۍ کې د یو شمیر قربانیانو جسدونه هیڅکله ونه موندل شول.

XS
SM
MD
LG