د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې د امریکا په هوایي بریدونو کې ۱۴ ایران پلوه جنګیالي وژل شوي - د څار ډله


په سوریه کې د متحده ایالاتو هوایي بریدونه
په سوریه کې د متحده ایالاتو هوایي بریدونه

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د جمعې په ورځ مارچ ۲۴ (وري ۳) وویل، په سوریه کې د متحده ایالاتو په هوايي بریدونو کې ۱۴ ایران پلوه جنګیالي وژل شوي دي. دا برید هغه بې پیلوټه الوتکې د برید په ځواب کې شوی چې یو امریکايي یې وژلی او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

پنټاګون ویلي چې یو امریکايي قراردادي وژل شوی او یو بل قراردادي او پنځه امریکايي پوځیان هغه وخت ټپیان شوي چې په "ایران کې جوړې شوېل" کامیکاز ډرون د سوریې په شمال ختیځ حساکا ته نږدې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ایتلاف په یوه اډه کې د ساتنې مرکز په نښه کړ.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټین د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۳ وویل چې ددې پیښې په غبرګون کې یې د ولسمشر جوبایډن په لارښوونه، د "نن شپه د سوریې په ختیځ کې په هغو تاسیساتو د دقیق هوایي بریدونو امر کړی چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو سره د تړلو ډلو لخوا کارول کیدل".

آسټین وویل: "دا هوایي بریدونه د نن ورځې د برید او همدارنګه په سوریه کې د ایران د انقلابي ګارد د قول اردو سره د تړلو ډلو لخوا د ایتلافي ځواکونو په وړاندې د وروستیو بریدونو د لړۍ په ځواب کې ترسره شوي."

د ایران تر ملاتړ لاندې ملیشې په سوریه کې په ځانګړې توګه له عراق سره د پولې په شاوخوا کې او د فرات په جنوب او لویدیځ کې په دیرالزور ولایت کې، چیرته چې د امریکا دا وروستي بریدونه ترسره کړي، پراخ حضور لري.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې په بریتانیا کې میشت ده او په سوریه کې د سرچینو پراخې شبکې لري، ویلي چې د امریکا په بریدونو کې د نهو سوریایانو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو ددې څارونکې ادارې مشر رامي عبدالرحمن وویل، "امریکا په دیرالزور ښار کې د وسلو یو ډیپو په نښه کړ، شپږ ایران پلوه جنګیالي یې ووژل، او دوه نور جنګیالي د المیادین په دښته کې او شپږ نور د البو کمال سره نږدې په بریدونو کې ووژل شول."

عبدالرحمن وویل، د جمعې په سهار، د ایران ملاتړې ډلې المیادین ښار ته څېرمه د امریکا یوې اډې ته نږدې درې توغندي وتوغول.

هغه زیاته کړه، دوه توغندي د سوریې د تېلو په تر ټولو لوی ساحې، العمر کې، چې د امریکا اډه پکې ده، ولګیدل خو کوم زیان يې رامنځته نکړ، په داسې حال کې چې درېیم توغندی یې د ملکي وګړو پر یو نژدې پروت کور لګېدلی دی.

متحده ایالات د سوریې په شمال ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې د پاتې شونو پر وړاندې د نړیوال ایتلاف د یوې برخې په توګه شاوخوا ۹۰۰ سرتیري په اډو او پوستو کې ځای پر ځای کړي دي.

ایران چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت مهم متحد دی، ویلي چې خپل ځواکونه یې د دمشق په بلنه او یوازې د سلامشورو لپاره په سوریه کې ځای پر ځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG