د لاس رسي وړ اتصالات

فلیپین کې سخت طوفان څه دپاسه ۳۰ کسان مړه کړي


فلیپیني مقامات وایي د روان کال تر ټولو غښتلي طوفان پدې هیواد کې ۳۳ تنه مړه کړي او ددې هیواد په ټاپوګانو کې یې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي دي.

د فلیپین مقاماتو ویلي چې اکثر دغه کسان په اوبو کې د ډوبیدو په وجه مړه شوي دي او شاوخوا ۵۰ تنه نور لاهم بې درکه دي.

په سلګونو زره کسان هغه وخت د خپلو کورونو پریښولو ته اړ شول چې د رای په نامه طوفان په وجه ددغو جزیرو په جنوبي او مرکزي سیمو کې مخابراتي اړیکې له کاره ولویدلې، بریښنا قطع شوه او ودانۍ ونړیدلې.

دغه طوفان دوه ورځې مخکې پداسې حال کې چې د ۱۹۵ کیلومترو په سرعت سخت بادونه ورسره مل وو د سایرګاو په ټاپو راپریوت.

د سیالانیانو یو لارښوونکي رافي ریپداس، وویل چې: "ټول شیان په الوتلو وو، تا به ویل چې قیامت دی. باد داسې سخت غوریده چې ګواکې غوښتل یې ودانۍ ونړوي."

مقاماتو وویل چې دغه طوفان د دیانګات جزیره د خاوره سره یو کړې او ټول شیان یې له منځه وړي دي.

سخت بارانونه هم له دغه طوفان سره مل وو او زیالن شمیر کلي یې ډوب کړي او ونې یې نړولي دي.

دې طوفان د ډسمبر په ۱۸ (لیندۍ ۲۷) د چین جنوبي اوبو په لور مخه کړه او ټاکل شوې چې ویتنام ته دننه شي.

د پوځ، پولیسو، ساحلي کارکوونکو او د اطفایي د عملې په ګډون څه دپاسه ۱۸ زره کسان د هغو خلکو د موندلو هڅه کوي چې ښایي لا ژوندي وي.

فلیپین د اقلیمي بدلون د اثراتو له کبله د نړۍ د هغو هیوادونو په جمله کې دی چې د تاواني کیدو امکان یې زیات دی او هر کال پدې هیواد کې شاوخوا ۲۰ طوفانونه د زیاتو ځاني او مالي زیانونو سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG