د لاس رسي وړ اتصالات

د نیپال په سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۳۸۰ ته رسېدلی

په نیپال د دوشنبې په ورځ، د سپتمبر پر اوومه، د هغو ویجاړونکو سېلابونو له امله د ملي ویر ورځ وه چې د دغه هېواد په غرنۍ سیمه کې یې پراخ زیانونه اړولي دي.

د چارواکو په وینا، پدې سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۳۸۰ کسانو ته رسېدلی دی.

د اګست پر ۲۶مه د نیپال او د چین د تبت په پوله کې د یخ د یوې سترې ټوټې د ماتېدو له امله د خټو او ډبرو ستره څپه رامنځته شوه چې سیند ته ولوېده. دې پېښې ښارګوټي او کلي په اوبو لاهو کړل او ګڼ سړکونه او لویې لارې یې د خټو او خاورو لاندې کړې.

نن دوشنبې، چې د هندوانو د دود له مخې د ۱۳مې ورځې او د ماتم وروستۍ ورځ وه، په حکومتي ودانیو کې ملي بیرغونه نیمه ځوړند وو.

د ژغورنې ډلې لا هم د ژوندي پاتې کسانو د موندلو هڅې کوي. چارواکو ویلي چې پدې تیرو څو ورځو کې څلور کسان ژغورل شوي دي.

د ژغورنې عملیات اوس په سیمه کې د برېښنا د تولید پر مرکزونو متمرکز دي، ځکه چارواکي باور لري چې ښايي لا هم ځینې کسان هلته بند پاتې وي.

دا ناورین د نیپال د نوي حکومت لپاره یوه ستره ننګونه بلل کېږي. چارواکي وايي، هېواد د طبیعي ناورینونو د مدیریت تجربه لري او د ۲۰۱۵ کال له هغې زلزلې څخه یې هم پراخه تجربه ترلاسه کړې چې نږدې نهه زره کسان یې ووژل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG