د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په یو جومات کې په چاودنې کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۱ شو


د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پنجشنبه اګست ۱۸ (زمري۲۷) امریکا غږ ته وویل چې په چاودنې کې ۳۳ تنه ټپي شوي هم دي. دا پیښه د خیرخانې کوتل سره نږدې په اوولسمې حوزې کې په صدیقیه جومات کې شوې.

ځدراڼ ویلي چې په چاودن کې ټول وژل شوي او ټپي شوي عام خلک او لمونځ کوونکي و. یو شمیر عیني شاهدانو ویلي چې ماین د مخکې نه په جومات کې ځای پر ځای شوی و چې د لمانځه پر وخت وچول شو.

تر دې وړاندې په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په ټویټر کې لیکلي و چې د پیښې د ځای څخه ۲۷ تنه دې روغتون ته ور وړل شوي چې پنځه تنه یې ماشومان دي. روغتون ویلي چې تر اوسه د ټپي شویو کسانو څخه درې یې مړه شوي.

د ایمرجنسي روغتون چارواکو ویلي له جومات څخه روغتون ته اکثریت راوړل شوي ناروغان د بم په ټوټو ټپیان شوي او د وجود د سوځیدو څخه ځوریږي.

عیني شاهدان وايي چې له چاودنې وروسته امبولانسونه سیمې ته ورسېدل.

په سیمه کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو لیکلي دي چې چاودنه د «صدیقیه جومات» کې شوې او مشهور دیني عالم مولوي امیر محمد کابلي د خپلو څو زده کوونکو سره پکې وژل شوی.

د تېرکال راهېسې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته دا څوم ځل دی چې په جوماتونو کې چاودنې کېږي او «دیني عالمان» وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د کابل ولایت امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند هم د دې ديني عالم وژل کیدل تائید کړي او دا یې د "افغانستان د خلکو د دښمنانو" کار بللی. ځدراڼ ویلي چې چاودیدونکي مواد د مخکې نه په جومات کې ایښودل شوي و.

غبرګونونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په ټویټر کې د صدیقیه په جومات کې دا چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې په چاودنې کې ګڼ شمیر عام خلک وژل شوي او ټپي شویدي.

یوناما همدارنګه لیکلي چې په کابل کې امنیتي وضعیت خراب شوی او په طالبانو یې غږ کړی چې په هیواد کې د هر ډول برید د مخنیوي لپاره باید ځانګړي اقدامات وکړي. دې ادارې ویلي چې د افغانستان د هغې ټولنې سره د خوندیتوب لپاره باید اقدامات ډیر شي چې د خطر سره مخ دي او د دې پیښې عاملین دې عدالت ته راکش کړل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې «د کابل په خیرخانه سیمه کې په یوه مسجد کې چاودنه په کلکو ټکو غندي. شهیدانوته جنة الفردوس، زخمیانوته شفا او خپلوانوته یې صبرجمیل غواړي.» ښاغلي مجاهد نه دي ویلي چې څومره کسان وژل شوي دي.

د افغانستان د مصالحې د عالې شورا مخکني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم دا پیښه غندلې او پخپل فیسوب پاڼې کې یې لیکلي، "په جوماتو او سپیڅلو ځایونو بریدونه د اسلام او خلکو سره ښکاره دښمني ده او په هیڅ دین او قانون کې توجیه کیدی نشي. "

د یو شمېر دا ډول بریدونو مسئولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی، په تېره بیا هغه بریدونه چې شیعه افغانان په کې په نښه شوي، خو لا معلومه نه ده چې دا برید چا کړی دی.

XS
SM
MD
LG