د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کلالان شکایت کوي چي پلاستیکي توکو یې کسب له زوال سره مخامخ کړی


غلام ګیلاني امیري له ماشومتوب څخه کلالي کوي.
غلام ګیلاني امیري له ماشومتوب څخه کلالي کوي.

په افغانستان کې یو شمېر کلالان وايي له پاکستان، ایران او چین څخه د ارزانه پلاستیکي توکو د وارداتو زیاتېدو د خټینو لوښو بازار سوړ کړی او د دوی کسب او هنر یې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

په هرات او ځینو نورو ولایتونو کې دودیزې لاسي صنایع اوږد تاریخ لري، خو کلالان اوس اندیښمن دي چې په تیرو دوو لسیزو کې پلاستیکي وارداتو د دوی د تولیداتو بازار ټکنی کړی دی.

حکمت الله غلامي چې د ډیرو کلونو راهیسې په هرات کې کلالي کوي، له افغان چارواکو غواړي چې د پلاستیکي توکو واردول کم کړي چې د کلالۍ کسب ژوندی پاتې شي.

هغه وویل: "د تیرو کلونو په پسرلي موسم کې به موږ د ۵۰۰۰ څخه تر ۱۰ زرو پورې ګلدانونه پلورل، له بده مرغه سږ کال مو ۱۰۰ ګلدانونه هم نه دي پلورلي."

بل افغان کلال غلام ګیلاني امیري چې په ماشومتوب کې يې دغه هنر زده کړى وایي، پخوا به افغانستان ته راتلونکو سیلانیانو د دوی توکي پېرل او د تولیداتو دپاره به یې نندارتونونه جوړېدل. هغه وايي د بازار نشتوالی لامل شوی چې کلالان اوس د پخوا په شان تولید نلري.

هغه وویل: "پلاستيکي محصولاتو په تدریجي ډول دا صنعت له رکود سره مخ کړی. پخوا به مونږ ۷۲ ډوله سرامیک توکي جوړول او پلورل، خو اوس یوازې ۱۰ یا ۱۲ ډوله پاتې دي."

په خوست کې د تخاري کلال کاروبار
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

دغه کلالان زیاتوي، که له ګاونډیو هیوادونو څخه د ارزانه پلاستیکي توکو واردولو کې کمښت را نشي، هیواد به دا هنر د تل لپاره له لاسه ورکړي. افغان کلالان د خپل هنر د پایښت دپاره د خپلو خلکو او حکومت ملاتړ او د خپلو تولیداتو دپاره بازار موندنه مهمه بولي.

کلال محمد یونس پاینده وايي: "زه د سیرامیک هنر د راتلونکي استازیتوب کوم. که د خلکو او حکومت دواړو له خوا زما ملاتړ ونشي، او بهرني سیلانیان را نشي او مونږ ونه هڅول شوو، نو مونږ به د سیرامیک هنر پریږدو. د نورو ځوانانو په څېر به خپل مسلک پریږدو او بهر ته به لاړ شو."

XS
SM
MD
LG