د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د روغتیا سکتور بودیجه ۱۰۰ میلیون ډالر کمه شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په روان مالي کال کې سل میلیونه ډالر بهرنۍ مرستې لږ شوې دي.

د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په کابل کې د روغتیا د نړیوالۍ ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې د بودیجې او بهرنیو مرستو کموالی په دغه هیواد کې د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې اساسي ستونزې دي.

د هغه پر وینا د مرستو کموالي په افغانستان کې پر روغتیایي خدمتونو اغیز کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت وایي په روان مالي کال کې د دغه وزارت کلنۍ بودیجه ۱۵۰ میلیون امریکایي ډالره ده چې دا شمیر تیر کال ۲۵۵ میلیون امریکایي ډالرو ته رسیده.

هغه په دې اړه وویل "ورځ تر بلې د مرستندویانو مرستې کمیږي، سږ کال د تیر کال په پرتله د عامې روغتیا وزارت بودیجه ځکه لږ شوې چې مرستندویانو خپلې مرستې لږ کړي دي".

د عامې روغتیا وزارت همدارنګه وایي د بودیجې د کموالي له امله د هر افغان کلنۍ اختصاصي بودیجه ډیره کمه ده.

چې د دوې د شمیرو له مخې هر افغان په کال کې پنځه ډالره روغتیایي لګښت لري، په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزیر وایي په یو شمیر وروسته پاتې افریقایي هیوادونو کې د یو کس کلنۍ اختصاصي بودیجه شلو ډالرو ته رسیږي.

د بودیجې له کمښت سره سم عامې روغتیا وزارت حکومت ته یو شمیر طرحې وړاندې کړي دي.

ښاغلی فیروز وایي دوې حکومت ته وړاندیز کړی چې په تنباکو او خوږو باندې دې مالیه ولګول شي.

هغه زیاته کړه"که چیرې پر تنباکو مالیه دوه برابره شي کولای شو د روغتیا سکتور ته په کال کې ۳۰ تر ۴۰ میلیون ډالرو عواید ترلاسه کړو".

که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان په تیرو کلونو کې د افغانستان د روغتیا په سکتور کې پرمختګونه مني خو وایي چې په دې برخه کې تر نړیوالو معیارونو پورې رسیدلو ته لا ډیر کار ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG