د لاس رسي وړ اتصالات

د هند ټاکنې؛ د مودي ضد جعلي ویدیوګانو اندېښنې پارولې


د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

د مصنوعي ځېرکتیا په واسطه د هند د صدراعظم نریندرا مودي په ضد د دوو مشهورو فلمي ستوریو جوړو شویو (جعلي) ویدیوګانو د دغه هېواد په ټاکنو کې د مداخلې اندېښنې پارولې دي.

د هند په انتخاباتو کې د مصنوعي ځېرکتیا په واسطه د مداخلې او ګډوډۍ اندېښنې له هغه وروسته وپارېدې، چې د هند د مشهورو ستوریو عامر خان او رنویر کپور په خپرو شویو جعلي ویدیوګانو کې د نریندرا مودي خلاف تبلیغات شوي.

دا ویدیوګانې ډېرې خپرې شوې او ښکاري چې په مهارت سره جوړې شوې دي. په دغو دواړو ویدیوګانو کې، چې یوه یې ۴۱ سکنټه او بله یې نیمه دقیقه ده، ویل شوي دي چې نریندرا مودي په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د اقتصادي ستونزو په حل کولو کې ناکام شوی دی.

په دغو ویدیوګانو کې عامر خان او رنویر کپور له خلکو غواړي چې په ټاکنو کې د نریندرا مودي لوی مخالف سیاسي ګوند کانګرس ته رایه ورکړي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې دا ویدیوګانې په یوې اوونۍ کې څه باندې ۵۰۰زره خلکو لیدلې دي. لا معلومه نه ده چې دا ویدیوګانې چا او چېرې جوړې کړې دي.

که څه هم په هند کې کاندیدانو د فیسبوک، ایکس او ټولنیزو رسنیو له نورو برخو څخه هم په خپلو کمپاینونو کې ګټه اخلي، خو دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد په ټاکنو کې مصنوعي ځېرکتیا په دې ډول کارل کېږي.

د کانګرس ګوند یوې ویاندې سوجاتا پاول د اپریل په ۱۷ نېټه په خپل ایکس حساب کې د رنوبر کپور دا جعلي ویدیو خپره کړه چې څه باندې ۴۳۰زره خلکو لېدلې او زرګونو نور شریکه کړې ده.

نوموړې رویټرز ته ویلي دي چې هغه پوهېدله دا ویدیو جعلي ده،‌ مګر دلیل یې دا و چې دا یو ښه ابتکار و، خو وروسته بیا دا ویدیو د هغې د ایکس په حساب کې ونه لیدل شوه.

عامر خان او رنویر کپور ویلي دي چې دا ویدیوګانې جعلي دي او په هغوی پورې اړه نه لري. رنویر کپور په خپلې ټولنیزې شبکې ایکس کې له خپلو پلویانو غوښتي دي‌چې د جعلي ویدیوګانو څخه ځانونه وژغوري.

د ټولنیزو رسنیو سترو شبکو میټا او ایکس هم دا ویدیوګانې جعلي بللې دي.

رویټرز خبري‌ اژانس وايی چې د نریندرا مودي ګوند مسئولینو یې په دې اړه ورته له څه ویلو ډډه کړې ده.

راپورونه وايي چې په هند کې ځينې نورې انتخاباتي جعلي ویدیوګانې هم جوړې شوې دي.

په هند کې د اپریل له ۱۹ نېټې څخه د جون تر لومړۍ پورې عمومي انتخابات کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG