د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ژباړونکو ته ۳۵۰۰ نورې ځانگړې ویزې تائید شوې


د مهاجرت ځانگړی پروگرام هغو افغانانو ته په امریکا کې د دایمي اوسیدنې امکانات برابروي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو سره مرسته کړې
د مهاجرت ځانگړی پروگرام هغو افغانانو ته په امریکا کې د دایمي اوسیدنې امکانات برابروي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو سره مرسته کړې

د امریکا د متحده ایالاتو کلنۍ دفاعي بودجې هغو افغانانو ته د نورو ٣٥٠٠ ویزو ورکولو منظور کړي چې په افغانستان کې یې د امریکایي قواو سره مرسته کړې ده.

د The Hill په نامه ویبپاڼې د امریکایي مقاماتو په وینا لیکلي چې افغانانو ته د امریکا د مهاجرت د خاصې ویزې دوام په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت لپاره مهم دی.

د نیو همشیر ایالت دموکراتې سناتورې جین شهین، چې افغانانو ته د مهاجرت د خاصې ویزې د ورکولو ملاتړې ده، د ٣٥٠٠ نویو ویزو په ورکړې باندې موافقه ستایلې او هیله یې څرگنده کړې چې دا ویزې په راتلونکې کې هم دوام پیدا کړي.

د مهاجرت د خاصو ویزو سهمیه چې له مخې یې تر اوسه په زرگونو افغانان د خپلو کورنیو سره په امریکا میشت شوي دي د ٢٠١٧ کال د می د میاشتې په اخیر کې پای ته ورسیدله، خو کانگرس بالاخره ٢٥٠٠ ویزې ومنلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو مقام په وینا په کابل کې د امریکا سفارت د (SIV) ویزو د ورکړې پروسه په ٢٠٠٨ کال کې د امریکا د کانگرس له پریکړې وروسته پیل کړه.

دا ویزه هغو افغان ژباړونکو ته ورکول کیده چې امریکایي ځواکونو ته یې کار کاوه. خو وروسته بیا دغه پروگرام نورو افغانانو ته هم پراخ کړای شو چې لږ تر لږه یو کال یې د امریکا حکومت ته "په صداقت ارزښتناکه" خدمت کړی وي.

د افغانانو لپاره د ځانگړو ویزو پروگرام په کال ٢٠٠٩ کې پیل شو او تر ٢٠١٣ پورې هر کال ١٥٠٠ افغانان ددې لارې امریکا ته ولاړل. په ٢٠١۴ کې نورې ویزې هم ومنل شوې.

ددې پروگرام د پیل راهیسې هغو افغانانو ته د ویزو ورکړې څخه چې غواړي امریکا ته مهاجر شي، د امریکا د سنا په مجلس کې دواړو گوندونو جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو ملاتړ کړی دی.

امریکا ته د افغانانو د مهاجرت ځانگړی پروگرام په عمومي توگه هغو افغانانو ته په امریکا کې د دایمي اوسیدنې امکانات برابروي چې د ځاني خطرونو په منلو سره یې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د ماموریتونو ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG