د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ترجمانانو ته د امریکا د ۴۰۰۰ نویو ویزو تائید


دغه نوې ځانگړې ویزې په ٢٠١٨ کال کې ورکول کیږي
دغه نوې ځانگړې ویزې په ٢٠١٨ کال کې ورکول کیږي

د امریکا د کانگرس د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمیټې د افغان ترجمانانو لپاره امریکا ته د مهاجرت ۴٠٠٠ ځانگړې ویزې منظورې کړې.

د مهاجرت ځاگړې ویزې یا SIV هغو افغانانو ته ورکول کیږي چې په افغانستان کې یې امریکایي پوځیانو ته د ژباړونکو او یا قراردادیانو په توگه مار کړی وي.

د جمهوري غوښتونکي امریکایي سناتور جان مکین په گډون امریکایي مقامات وایي چې افغانانو ته د مهاجرت د ځانگړو ویزو د ورکړې دوام د متحده ایالاتو دا څرگند پیغام څرگندوي چې امریکا هغه کسان چې د ترهگرۍ ضد جگړه کې یې د امریکا سره مرسته کړې یواځې نه پریږدي.

ټاکل شوې چې د مهاجرت دغه ۴٠٠٠ نوې ویزې به د ٢٠١٨ کال په ترڅ کې افغانانو ته ورکړل شي.

امریکایي رسنیو ویلي دي چې همدا اوس په کابل کې د امریکا په سفارت کې متحده ایالاتو ته د مهاجرت د ویزو شاوخوا ١٥ غوښتنلیکونه تر کار لاندې دي.

زیات شمیر درخواستونه او د SIV ویزو د شمیر کموالی ددې سبب شو چې د روان کال د مارچ په میاشت کې د مرکو او د ویزې د صادرولو پروسه ودریږي.

د روان کال د می په میاشت کې په یو بیړني اقدام سره امریکایي سناتورانو هغو افغانانو ته ٢٥٠٠ SIV اضافي ویزې منظورې کړې چې په افغانستان کې یې د امریکا د حکومت سره کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG