د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د پارلماني ټاکنو یو شمېر کاندیدانو مظاهرې وکړې


له تېرې یوې اونۍ راپه دېخوا ټولو هغو کاندیدانو چې په پارلماني انتخاباتو کې یې د کامیابۍ رایې نه دي اخیستي، د انتخاباتو د شکایتونو کمېسیون دفتر مخکې ته خېمه وهلې وه، خو نن له لسګونو خلکو سره یو ځای دغه کاندیدانو مظاهره وکړه.

مظاهره چیان غواړي چې د کندز رایې دې له سره وشمېرل شي، او ټولې غیر قانوني استعمال شوې رایې دې باطلې اعلان شي.

اجمل شاه پور د پارلمان یو تن کاندید دی هغه وايي چې که د دویم ځل لپاره رایې ونه شمېرل شي، دوی به مظاهرو ته دوام ورکوي او بلاخره به مدني سرغړونې پیل کړي.

هغه وايي:"دوی د پارلماني انتخاباتو په ورځو کې په لسګونو زره ډالر مصرف کړي، د ټاکنو په ورځ خلک وژل شوي، نو که وکیلان انتصابي انتخابېدل ولې یې پر مونږ پیسې مصرف کړې."

د پارلماني انتخاباتو یو بل کاندید عبدالغفور هوتک بیا وايي چې که د دوی غوښتنې ونه منل شوې، نو د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ورځ به د جمهور رئیس اشرف غني او ډاکټر عبدالله د کمپاین دفترونو ته اور واچوي او په دغه ولایت کې به د ریاست جمهورۍ انتخابات پرینږدي چې خلک په کې ګډون وکړي.

هغه وايي چې دوي به سبا د کندوز ټولې لوېې لارې وتړي.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال په میزان میاشت کې تر سره شوې چې تر دامهاله یې د ټولې لومړنۍ پایلې نه دي اعلان کړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG