د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: ټاکنیزو کمېسیونونو د حکومت اعتبار تر پوښتنې لاندې راوستی


د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د پایلو اعلانولو د ځنډ له امله ټاکنیزو کمېسیونونو د خلکو له حقوقو سره جفا پیل کړې ده.

محمد سرور دانش د یکشنبې په ورځ د «مرغومې پر۲۳مه» د حقوقي مرستو د ملي کنګرې په غونډه کې وویل چې له څه کم درې میاشتو تېرېدو وروسته هم ټاکنیز کمېسیونونه د ټولو پایلو په اعلانېدو نه دي توانېدلي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې ټاکنیز کمېسیونونو کې د درغلیو او فساد د تورنو له امله د خلکو او حکومت حیثیت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راغلی دی.

ښاغلي دانش زیاته کړه:"ټاکنیز کمېسیونونه باید پوه شي چې د خلکو د صبر کاسه ډکه شوې ده، او تر دې زیات نشي کولای د کمېسیونونوو کمزورۍ وزغمي."

هغه وویل، د ملي وحدت حکومت مکلف دی چې د خلکو د حقوقو د پایمالېدو د مخنیوي په هدف په دې برخه کې هر اړخیز اصلاحات تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړه که چیرې په دې اړه اقدامات تر سره نشي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پایلې به تر تېرو پارلماني ټاکنو بترې وي.

دا په داسې حال کېده چې تېره ورځ د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې امریکا غږ ته ویلي و چې د اصلاحاتو په هدف به د انتخاباتي کمېسیونونو په رهبرۍ کې بدلونونه را وستل شي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیا سرور دانش پر داسې مهال ټاکنیز کمېسیونونه په خپلو دندو کې په پاتې راتلو تورنوي چې د ټاکنو کمېسیون له تېرو څه کم درې میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د تېرو ټاکنو ټولې لومړنۍ پایلې نه دي‌ اعلان کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې تېرې ټاکنې د میزان میاشتې پر ۲۸مه نېټه تر سره شوې.

XS
SM
MD
LG