د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د پرېښودو لپاره مظاهره وشوه


مظاهره چیانو د افغانستان د کنګل شویو شتمینو د خلاصیدو غوښتنه کوله.
مظاهره چیانو د افغانستان د کنګل شویو شتمینو د خلاصیدو غوښتنه کوله.

سلګونو مظاهره چیانو نن جمعه سپټمبر ۲۴ (تلي ۲) په کابل کې مظاهره وکړه او د امریکا د متحده ایالاتو نه یې وغوښتل چې د افغانستان ملیاردونه ډالر کنګل شوې شتمني دې خلاصه کړي.

مظاهره چیانو په انګریزي ژبه پیغامونه هم لیږدول. د نجم په نامه د ځوانانو د ټولنې یو غړي نورالدین جلالي چې پدې مظاهرې کې یې برخه اخیستې وه وویل، "مونږ د هغوي نه غواړو چې دا پیسې پرېږدي ځکه چې دا یوازې د افغانستان پیسې دي. دا د افغانانو او زمونږ د سوداګرو پیسې دي چې د خوراکي موادو او دارو درملو پیرودو لپاره کارول کیږي. "

د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین د دې مظاهرو سره د طالبانو د حکومت د ملاتړ اعلان کړی. هغه په ټویټر کې لیکلي چې "زمونږ خلک د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. عاجل ضرورت دی چې زمونږ کنګل شوې شتمي خلاصه شي چې ددې سخت غربت سره مبارزه وشي. "

وروسته تر هغه چې طالبانو تیره میاشت په کابل کې واک تر لاسه کړ، متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه ملیارده شتمني کنګل کړه.

په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم د وچکالۍ له کبله د هیواد په ډیرو کلیوالو او لیرې پرتو سیمو کې خلک د قحطۍ د خطر سره مخ کړي و خو دا چې په پایتخت کابل کې د مخکني حکومت مامورینو څو اوونۍ کیږي چې معاشونه یې ندي اخیستي او بانکونه هم محدود شمیر نغدې پیسې خلکو ته ورکوي، په غټو ښارونو کې یې هم د خلکو ستونزې څو چنډه ډیرې کړي.

په کابل او غټو ښارونو کې خلکو د بانکونو مخې ته ساعتونه ساعتونه انتظار باسي چې خپلې پیسې تر لاسه کاندي. بانکونه په اوونۍ کې یو تن ته یوازې ۲ سوه امریکایي ډالر یا ۲۰ زره افغانۍ ورکوي.

افغانستان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او د نړیوالو له غوښتنې سره سره بیا هم «همه شمول» حکومت جوړ نکړ. نړیوالې ټولنې لا د «طالبانو حکومت په رسمیت» نه دی پېژندلی، امریکا د افغانستان «شتمني ګنګل» کړه، نړیوال بانک د خپلو پرژوژ تمویل بند کړ او جرمني هم افغانستان سره د ژمنو شویو پېسو ورکول وځنډول.

نړیواله ټولنه وايي‌چې باید طالبان «همه شمول» حکومت جوړ کړي، د ښځو او بشر حقونو ته درناوی وکړي او خپلې ژمنې پوره کړي. اکثریت هېوادونه وايي چې د طالبانو د حکومت چال چلند له کتو وروسته د هغوی د حکومت د پېژندلو او نه پېژندلو په اړه پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG