د لاس رسي وړ اتصالات

کینیا کې د امریکا لخوا د ایبولا مرکز د جوړولو پر ضد اعتراضونه

د کینیا په مرکزي ښار نانیوکي کې د امریکا له خوا په یوې پوځي اډې کې د ایبولا ناروغانو لپاره د قرنطین د یوه مرکز د جوړولو پر ضد اعتراضونه شوي.
د کینیا په مرکزي ښار نانیوکي کې د امریکا له خوا په یوې پوځي اډې کې د ایبولا ناروغانو لپاره د قرنطین د یوه مرکز د جوړولو پر ضد اعتراضونه شوي.

د کینیا په مرکزي ښار نانیوکي کې د امریکا له خوا په یوې پوځي اډې کې د ایبولا ناروغانو لپاره د قرنطین د یوه مرکز د جوړولو پر ضد اعتراضونه شوي. د الوتنو د معلوماتو او چارواکو د وینا له مخې، شاوخوا ۲۰ الوتکې چې طبي تجهیزات او روغتیايي کارکوونکي یې لېږدول، کینیا ته رسېدلي.

د پخوانیو لاریونونو او د پروژې د مخنیوي لپاره د کینیا د محکمې د امرونو سره سره، د مرکز د جوړولو چارې روانې دي.

د کینیا پولیسو د سه شنبې په ورځ د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکي ګاز کارولي او یو شمېر کسان یې نیولي دي. په داسې حال کې چې پولیسو ځینې معترضین نیولي خو بیا هم خلکو ددې اقدام په ضد شعارونه ورکول او خپل مخالفت یې څرګنداوه،.

دغه ۵۰ بستریز مرکز د هوايي ځواک په یوه اډه کې د هغو امریکایانو لپاره جوړېږي چې په اېبولا اخته شوي دي. له بلې خوا ځايي اوسېدونکي ادعا کوي چې امریکا غواړي د کانګو او یوګانډا د ایبولا د ناروغانو بار پر کینیا واچوي.

تېره اوونۍ د همدې اعتراضونو پر مهال دوه کسان ووژل شول. یو شمېر معترضانو د اعتراض په توګه سپین صلیبونه او سمبولیک تابوتونه له ځانه سره لېږدول. په ختیځې کانګو او یوګانډا کې د ایبولا د خپرېدو وروسته، تر اوسه له ۵۰۰ ډېرې مثبتې پېښې او شاوخوا ۱۰۰ مړینې ثبت شوې دي.

امریکایي چارواکي وایي د نانیوکي د قرنطین مرکز یوازې د هغو امریکایانو لپاره ځانګړی شوی چې له ویروس سره مخامخ شوي خو لا یې د ناروغۍ نښې نه دي څرګندې شوې. تر اوسه معلومه نه ده چې د محکمې د حکم او وروستیو اعتراضونو له امله به د مرکز د جوړولو چارې ودرول شي که نه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG