ډنمارکي مقاماتو ویلي چې د یوې ایرانۍ جلاغوښتونکې ډلې درې تنه غړي یې سعودي عربستان ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
د اسوشیتیدپرس اژانس د رپوټ له مخې د اهواز د آزادۍ لپاره د عرب مبارزې د غورځنگ درې تنه غړي په ډنمارک کې د سعودي یوې استخباراتي ادارې ته چې نوم یې ندی ذکر شوی د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
اهواز د ایران یو اکثریت عرب میشته ولایت دی.
دغه درې تنه به د فبرورۍ د میاشتې په ٢٧ محاکمه شي او تر هغه وخت پورې به په توقیف کې وي.
د اهواز د آزادۍ لپاره د عرب مبارزې د غورځنگ مرکز په لندن کې دی. ددې غورځنگ دغه درې غړي د دوشنبې په ورځ د ډنمارک مرکز کوپنهاگن ته نژدې نیول شوي دي.
د رپوټ له مخې په دغو کسانو تور دی چې د ٢٠١٢ کال راهیسې یې د شپږو کلونو په موده کې د خلکو او کمپنیو په اړه سعودي ته معلومات ټولول.
د سه شنبې په ورځ دغه درې تنه د روسکیلډ ښار محکمې ته وړاندې شول، خو د قاضي جان لارسن په امر محاکمه د تړلو دروازو تر شا وشوه او د موضوع جزییات بربنډ نشول.
د ډنمارکۍ محکمې د مقرراتو له مخې ددغو کسانو هویت ندی بربنډ شوی، خو ویل شوي چې دوی د بیگناهۍ ادعا کړې ده.
د دوشنبې په ورځ د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت پدې هیواد کې د سعودي عربستان سفیر ورغوښتی و.
د رپوټ له مخې په عین قضیه کې یو بل سړی د دوشنبې په ورځ په هالنډ کې نیول شوی او پرې تور لگول شوی چې د تروریستي شبکې غړی دی او غوښتل یې په ایران کې یو یا څو تروریستي بریدونه وکړي.