د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک نوي ورغلي پناه غوښتونکي له اروپا څخه بهر کمپونو ته استوي


د روان کال د اپریل په ۲۱ د ډنمارک د مهاجرت د سختو مقرراتو په وړاندې په هغه هیواد کې مظاهرې وشوې
د روان کال د اپریل په ۲۱ د ډنمارک د مهاجرت د سختو مقرراتو په وړاندې په هغه هیواد کې مظاهرې وشوې

ډنمارک یو نوی قانون تصویب کړ چې له مخې به یې دې هیواد ته راغلي مهاجر د پناه غوښتنې د پروسې د بشپړیدو لپاره له اروپا څخه بهر یو هیواد ته انتقالیږي.

د ډنمارک پارلمان د پنجشنبې په ورځ جون درېیمه (غبرګولي ۱۳) یو قانون تصویب کړ چې له مخې به یې دې هیواد ته تلونکي پناه غوښتونکي له اروپا څخه بهر د یو بل هیواد د مهاجرو مرکزونو ته انتقالیږي چې د پناه غوښتنې پروسه یې بشپړه شي.

د ډنمارک پدغه اقدام باندې ملګرو ملتونو او د اروپایي ټولنې کمیسیون انتقاد کړی دی.

د اروپایي ټولنې کمیسیون دغه کار د ډنمارک د نړیوالو مسولیتونو او د اروپایي ټولنې د مهاجرت د پالیسو خلاف بللی او د کمیسیون ویاند ادلبرت جنتس، ویلي دي چې: «په بهر کې د پناه غوښتنلیکونو پروسس کول د پناه غوښتنې بهیر او ژغورنې ته موثر لاسرسی دواړه له اساسي پوښتنو سره مخامخ کوي...دا کار د اروپایي ټولنې د موجودو مقرراتو یا د مهاجرت او پناه غوښتنې د نوي تړون لاندې ممکن ندی.»

ډنمارک د اروپایي ټولنې یو بډای غړی هیواد دی چې په تیره یوه لسیزه کې یې د مهاجرت په وړاندې د سخت دریځ په خاطر بد نوم ګټلی دی. د ډنمارک پارلمان دغه نوی قانون په ۷۰مثبتو او ۲۴مخالفو رایو تصویب کړی دی.

د ډنمارک د حکومت د ګوند د مهاجرت د چارو ویاند راسموس ستوکلوند ډنمارکۍ رسنۍ ته ویلي چې هغوی چې په ډنمارک کې د پناه غوښتنې درخواست کوي، ددې نوي قانون په اساس «پوهیږي چې بیرته به له اروپا څخه بهر یو هیواد ته واستول شي، نو پدې خاطر مونږ هیله من یو چې خلک به په ډنمارک کې د پناه غوښتنې نه لاس واخلي.»

ددې لپاره چې مهاجر له اروپا څخه بهر یو هیواد ته د پناه غوښتنې د پروسې د بشپړولو لپاره انتقال شي، ډنمارک باید د یو بل هیواد سره موافقه لاس لیک کړي، ستوکلوند ویلي چې د څو هیوادونو سره په خبرو بوخت دي.

په ډنمارک کې د مهاجرو شمیر ډیر راټیټ شوی، پدې هیواد کې تیر کال ۱۵۰۰تنو پناه غوښتې وه، پداسې حال کې چې په ۲۰۱۵کې هغه وخت چې اروپا ته څه دپاسه یو میلیون مهاجرو مخه کړه په ډنمارک کې ۲۱زره تنو پناه غوښتې وه.

XS
SM
MD
LG