د لاس رسي وړ اتصالات

په دینمارک کې څلور کسه د ترهګرۍ په تور محکوم شول


په دینمارک کې نن د دوشنبې په ورځ څلور کسه په دې تور چې غوښتل یې د دینمارک پر یوې ورځپاڼې برید وکړي محکوم شول. دغې ورځپاڼې په کال ۲۰۰۵ کې د اسلام د پیغمبر کارتونونه انځور کړي وو.

دغه کسان د شمالي افریقا او مینځني ختيځ وګړي دي او په کال ۲۰۱۰ کې د دینمارک په پلازمنې کوپنهاګن کې څو ساعته مخکي له دې څخه چې د جیلاند پوستین پر ورځپاڼې برید وکړي ونیول شول.

منیر اواد، عمر عبدالله عبدالعظم، منیر بن محمد داري او سبحي بن محمد زلوتي د سویډن او دینمارک د استخباراتي سازمانونو ترڅار لاندي وو خو ټولو د محکمې په جریان کې پر دوي باندي لګیدل تورونه رد کړل.

XS
SM
MD
LG