د لاس رسي وړ اتصالات

کندز د امنیې قوماندانۍ معاون د طالبانو له بنده تښتیدلی


وسله والو طالبانو د کندز د امنیې قوماندانۍ اداري معاون دتیښتې په اړه تراسه غبرګون نه دی ښودلی.

د کندز د امنیې قوماندانۍ اداري معاون وحیدالله بیکزاد چې تیر کال وسله والو طالبانو د کندز- خان اباد پر لویه لار له موټره کوز کړی و او له ځان سره یې بیولی و، نن د طالبانو له بنده څخه په تیښته بریالی شوی دی .

کندز کې د سپین زر ۸۰۸ زون قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل،وحیدالله بیکزاد چې د وسله والو طالبانو له خوا یرغمل شوی و، نن سهار د طالبانو له بنده په تیښته بریالی شوی دی.

اکبري وايي چې وسله والو طالبانو د پولیسو اداري معاون بیکزاد د امام صاحب ولسوالۍ په اسماعیل قشلاق سیمه کې په یوه کور کې ساتلی و چې د پولیسو د استخباراتي کار په نتیجه کې ورته د یو تن وسله وال طالب له خوا د تیښتې زمینه برابر شوې ده.

هغه زیاتوي چې بیکزاد اوس د امام صاحب په ولسوالۍ کې پولیسو ته رسیدلی دی.

وحیدالله بیکزاد یو کال د طالبانو په بند کې تیر کړی، خو له هغې ورځې چې تښتول شوی و پولیسو یې په اړه مطبوعاتو ته څه نه ویل.

د کندز خان اباد او کندز بغلان پر لویه لار وخت ناوخت د دولت مخالف وسله وال دغو لویو لارو ته راووځي او د خپل هدف کسان له موټرو کوزوي.

تراوسه وسله والو طالبانو د وحیدالله بیکزاد د تیښتې په اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG