د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې دوو اونیو کې د برېښنا ۱۳ ستنې ویجاړې شوې


د "برېښنا" د برېښنا پر پایو او تاسیساتو باندې د بریدونو د زیاتېدو خبر ورکړی او وايي چې په تېرو دوو اونیو کې افغانستان کې د برېښنا ۱۳ لویې ستنې ویجاړې شوې دي.

د برېښنا د شرکت ویاند سنګر نیازي د شنبې په ورځ مۍ ۱۵ ( غوايي۲۵) امریکا غږ ته وویل چې په یوه تازه پېښه کې ناپیژاندو کسانو د کابل ښار د ۱۷ مې حوزې اړوند د شهرک طلايي ښارګوټي په سیمه کې د ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا یوه ستنه په بمونو الوځولې ده.

ښاغلي نیازي وویل، د دغې پېښې وروسته یو ځل بیا کابل ته د ازبکستان څخه وارداتي برېښنا مزي پرې شوي دي.

هغه وویل چې د پرې شوو مزو د بیرته نښلولو هڅې روانې دي.

د برېښنا د شرکت ویاند وویل، چې د تیرې شپې د پیښې دمخه اوړمه ورځ د پروان ولایت د مرکز چاریکار د جنګل باغ په سیمه کې هم د وارداتي برېښنا څلور ستنې الوزول شوې وې.

ښاغلي نیازي وویل " په تېرو دوو اونیو کې د برېښنا یوه ستن د کابل ښار په ۱۷ مه حوزه کې، درې د کلکان په ولسوالۍ کې، څلور په پروان کې او په همدې ډول پاتې نورې د ننګرهار، کاپیسا، بغلان او کندز په ولایتونو کې تخریب شوې دي."

د برېښنا شرکت ویاند د برېښنا د ستنو تخریب د افغانستان د دښمنانو کار وګڼه او ویې ویل، چې په دې اړه یې خپلې اندېښنې د امنیتي ادارو سره شریکې کړې دي.

ښاغلي نیازي وویل" د وارداتي برېښنا هره پایه، چې په بشپړ ډول ویجاړه شي بیرته ترمیم او لومړني حالت ته یې ستنېدل۱۰۰زره امریکايي ډالر مصرف لري."

تراوسه افغان امنیتي ادارو د برېښنا پر تاسیساتو باندې د بریدونو په تړاو څوک نه دي نیولي.

وړمه ورځ د «سایټ انټلیجنس ګروپ» په نوم یوې ادارې، چې په نړۍ کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو په اړه معلومات خپروي د خپل ټویټر په پاڼه په یو راپور کې ویلي، چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په افغانستان، عراق او نایجیر کې د مۍ د میاشتې له پنځمې ورځې څخه تر ۱۱ ورځې پورې د انرژۍ د سکټور په ګډون په یو لړ تاسیساتو باندې د بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی وو.

خو افغان امنیتي ادارو لا تراوسه دا راپور نه دی تائید کړی.

XS
SM
MD
LG