د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د سینما مشهور لوبغاړی درمندرا مړ شو

د هندي رسنیو د راپور په اساس د دغه هېواد مشهور فلمي ستوری درمندرا دیول د دوشنبې په ورځ د ۸۹ کاله په عمر د ممبۍ په ښار کې مړ شو.

نوموړی له څو اونیو راهېسې رنځور و او څه موده مخکې یې د مړینې ناسم خبرونه هم خپاره شوي وو.

تر دې دمه د درمندرا کورنۍ د هغه د مړینې خبر نه دی تائید کړی، خو هندي رسنیو او د بالیووډ مشهورو ستورو د هغه د مړینې له کبله د تسلیت پیغامونه خپاره کړي دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په خپل ایکس حساب کې د هغه د مړینې له کبله د غمرازۍ پيغام خپور کړی او د هغه کورنۍ او مینه والو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي د درمندار مړینه د «هند سینما د یو عصر اختتام» بللې. مودي لیکلي دي: «هغه د سینما یو فوق العاده شخصیت او لوبغاړی و او هر رول یې چې لوبوه، هغه رول ته یې جذابیت بخښه.»

درمندار د بالیووډ په سینما کې تقریبآ شپږ لسیزې کار وکړ او په شاوخوا ۳۰۰ فلمونو کې یې رول ولوبوه. هغه له ۲۰۰۴ کال څخه نیولې تر ۲۰۰۹ کال پورې د هند د پارلمان غړی هم و.

هغه دوه ودونه کړي وو او شپږ اولادونه یې لرل، چې سني دیول، بابي دیول او ایشا دیول یې هم په فلمونو کې کار کوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG