د لاس رسي وړ اتصالات

مهندرا سنګ دوني د کرکټ د نړیوالو لوبو نه استعفا وکړله


مهندا سنګ دوني خپله لومړنۍ لوبه د هند لپاره په ۲۰۰۴ کال کې وکړله.
مهندا سنګ دوني خپله لومړنۍ لوبه د هند لپاره په ۲۰۰۴ کال کې وکړله.

د هند د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان مهندرا سنګ دوني نن د جمعې په ورځ، اګست ۱۵ (زمري ۲۵) د کرکټ د نړیوالو لوبو څخه د استعفا اعلان وکړ.

دوني د لوبې د پریښودو اعلان خپل د انسټګرام په پاڼې کې کړی.

هغه په یوې لنډې ویډیو کې د خپلو پخوانیو لوبو څو شیبې خپرې کړي او ورسره یې دا هم لیکلي، " د مینې او ملاتړ مو ډیره مننه. د ۱۹۲۹ ساعت نه وروسته ما تقاعد شوی وګڼئ".

دوني خپل د تقاعد وخت د نظامي ساعت پر اساس کړی چې ۷ بجې او ۲۹ دقیقې کیږي.

مهندرا سنګ دوني د هند لپاره خپله لومړنۍ نړیواله لوبه په ۲۰۰۴ کال کې د بنګله دیش په خلاف وکړله. خو درې کاله وروسته د یو ورځنو او شلو شلو اورونو لپاره د هند کپتان وټاکل شو.

دوني په ۲۰۰۸ کال کې د هند د ټیسټ د ټیم کپتان هم شو.

د هند دا پخوانی لوبغاړی په نړۍ کې لومړنی کپتان دی چې د کرکټ د نړیوالې شورا د دریو سترو لوبو نړیوال جامونه یې د خپل هیواد په نامه کوي.

د دوني د کپتانۍ لاندې د هند لوبډلې په ۲۰۰۷ کال کې د شلو شلو اورونو نړیوال جام وګاټه. په وروستۍ یا فاینل لوبې کې هند پاکستان ته ماتې ورکړه.

دا د شلو شلو اورونو لومړنۍ نړیوال جام هم و.

د مهندرا سنګ دوني دویمه ستره کارنامه په ۲۰۱۱ کال کې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو جام ګټل وو چې د هند په کوربه توب کیده. د دغه جام وروستۍ شیبې د کرکټ د مینه والو په ذهنونو کې پدې مشهورې دي چې دوني لوبه په شپږیزې پای ته ورسوله.

د دوني په کپتانۍ کې د هند لوبډلې په ۲۰۱۳ کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلولۍ جام یا چمپین ټرافي هم وګټله. هند په وروستۍ لوبې کې انګلستان ته ماتې ورکړې وه. دا لوبې په برتانیې کې کیدلې.

مهندر سنګ دوني په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کال کې په پرله پسې توګه د کرکټ د نړیوالې شورا د کال د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې.

دوني ته د هند پوځ د ډګرمن افتخاري رتبه هم ورکړې او د لنډې مودې لپاره یې په پوځ کې خدمت هم کړی.

د هند د کرکټ لوبغاړو، نړیوالو مبصرینو او د مهندرا سنګ دوني مینه والو هغه د یو اتل په نامه یاد کړی.

دونی به د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل په سیالیو کې د چنای سوپر کنګز د لوبډلې کپتان وي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG