د لاس رسي وړ اتصالات

دهوني د چنای سوپرکینګز لوبډلې کپتاني پریښوده


د دهوني پر ځای به جدیدجا د لوبډلې کپتان وي.
د دهوني پر ځای به جدیدجا د لوبډلې کپتان وي.

پداسې حال کې چې په نړۍ کې د کرکټ تر ټولو ستر سوداګریز لیګ، د هند غوره لیګ (IPL) پیل کیدو ته یوازې ۲ ورځې پاتې دي، پدې سیالیو کې د چنای د لوبډلې کپتان مهندرا سینګ دهوني نن پنجشبنه د لوبډلې کپتاني پریښودله.

د چنای سوپر کینګز لوبډلې تر اوسه د دهوني د کپتانۍ پریښودو علت ندی څرګند کړی خو دا یې ویلي چې د هغه پر ځای د هند بل لوبغاړی رویندرا جدیجا د لوبډلې کپتان ټاکل شوی.

د هند د لوبډلې پخوانی کپتان مهندرا سینګ دونی چې د ۲۰۰۸ کال راپدیخوا د چنای د لوبډلې کپتان و، ۴ ځله د ده په کپتانۍ کې د چنای لوبډلې د آی پي ایل اتلولي ګټلې.

د چنای لوبډلې په اعلامیې کې ویل شوي چې جدیجا د ۲۰۱۲ کال راپدیخوا پدې لوبډلې کې مهم نقش درلود او د چنای سوپر کینګز لوبډلې کپتان به وي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دهوني به د لوبو پدې پړاو او نورو پړاونو کې هم د د چنای سوپر کینګز لوبډلې لپاره لوبه کوي.
.
مهندرا سینګ دهوني په ۲۰۱۸ کال کې د هند د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره د ټولو لوبو څخه استعفا وکړله خو د چنای سوپر کینګز د لوبډلې لپاره د ویکټ ساتونکي او مشر په توګه یې د ملا د تیر په شان مهم نقش ادا کړی.


د دهوني په کپتانۍ کې د چنای سوپر کینګز لوبډلې ۲۰۴ لوبې کړي او ۱۲۱ یې ګتلي دي. ټاکل شوې د هند غوره لیګ د سیالیو پنځلسم پړاو د شنبې په ورځ پیل شي او دا ځل پکې ۱۰ لوبډلې پرخه لري.


XS
SM
MD
LG