د لاس رسي وړ اتصالات

آیا امریکا ته په راغلیو افغان کډوالو کې د طالبانو غړي هم راغلي؟


په زرګونو هغو افغان کډوالو کې چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته د تخلیې په بهیر کې متحده ایالاتو ته راوړل شوي، شاوخوا ۵۰ داسې کسان هم پکې شته چې د امریکایي چارواکو په وینا ښایي د طالبانو غړي وي.

دغه کسان په متحده ایالاتو کې په "احتمالي توګه د پام وړ امنیتي اندیښنې" وړ بلل شوي او معلومه نده چې د امریکا په کوم ځای کې ساتل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت عمومي مفتش تیره میاشت په یو راپور کې دې نتیجې ته رسیدلی چې امریکایي ادارو د تخلیې په بهیر کې د افغانانو د جرمي سابقې په ارزیابۍ کې د ټولو موجودو معلوماتو او امکاناتو څخه کار ندی اخیستی او دا یې هم ویلي چې که (ځینو افغانانو) ته په امریکا کې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شي، ښایي متحده ایالات به د خطر سره مخ شي.

دا چې دا افغانان څوک ، ولې او څرنګه د متحده ایالاتو لپاره خطرناک کیدی شي، پدې هکله په راپور کې څه ندي ویل شوي خو دې راپور د متحده ایالاتو د کانګریس غړي اندیښمن کړي.

د عمومي مفتش په راپور کې ویل شوي چې د تخلیې د بهیر په لومړنیو اوونیو کې د افغانانو جرمي سابقه د دفاع وزارت او نظامي استخباراتو د معلوماتو په ډیټابیسونو کې نده کتل شوې.

پدې راپور کې ویل شوي چې د دې ۵۰ تخلیه شویو افغانانو په هکله د "سپکاوۍ معلومات"هغه وخت تر لاسه شول چې د څه باندې ۵۰ افغانانو چې متحده ایالاتو ته راوړل شوي، د ګوتو نښې واخیستل شوې او لاسته راغلي معلومات د دفاع وزارت او استخباراتي ادارو د معلوماتو په ذخیرو کې وکتل شول.

د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتورې سوزان کالینز تیره میاشت په یوې استماعیه غونډې کې وویل چې د افغانانو په برخې کې د امریکا د مکلفیت له کبله دیته اړتیا نه وه چې د تخلیې په بهیر کې افغانان د جرمي سابقې د کتلو د هر اړخیز او بشپړ پړاو څخه تیر شي.

میرمن کالینز په همدې غونډې کې د دفاعي استخباراتو د ادراې په مشر سکاټ بیریر فشار راوړ چې د هغو ۵۰ افغانانو د ځای ځایګي په هکله معلومات ورکړي چې د "امنیتي اندیښنې" وړ بلل شوي خو ښاغلي بیریر ځواب نه درلود او په راتلونکې کې د معلوماتو ورکولو ژمنه یې وکړله.

امریکا غږ د موضوع په هکله د متحده ایالاتو د کورني امنیت د وزارت څخه هم څو ځله پوښتنې کړي خو تر اوسه یې دې پوښتنو ته ځواب ندی ویلی.

په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې په ځینو قضیو کې د افرادو د ګوتو نښانونه په چاودیدونکو مواد کې لیدل شوي او یا "مشکوک ترهګر" دي.

د امریکا د پوځ یو پخوانی نظامي څیړونکی جانتن سکورډن وایي چې د امریکا پوځ او استخباراتي ادارې د افغانانو د ګوتو د نښو، سترګو، نومونو او نورو شخصي معلوماتو ګڼ شمیر ذخیرې لري.

ښاغلي جانتن امریکا غږ ته وویل چې دا معلومات د جګړې په ډګر کې، یا د چاودیدونکو موادو څخه او یا هم په ځینو قضیو کې د هغو موټرو څخه اخیستل شوي چې وسله والو ترې د چاودنو لپاره کار اخیسته.

XS
SM
MD
LG