د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: کندهار کې یو بل ډله ییز قبر پیدا شوی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په کندهار کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه ډله ییز قبر د پیدا کېدو خبر ورکړی دی.

د کندهار والي ویاند حاجي زید د پنجشنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۲) امریکاغږ ته وویل، دغه ډله ییز قبر چې پنځه تنه پکې خښ شوي تېره ورځ د دامان ولسوالۍ د بشر او علیزو کلیو ترمنځ غونډۍ سیمه کې پیدا شوی دی.

ښاغلي زید زیاته کړه: "د علیزو او بشر کلیو ترمنځ سیمه کې ولسي خلکو خاوره وړل، په غونډیو کې سکواټر کار کاوه چې دغه هډوکي پیدا سوي دي،موږ وروسته ورغلو څېړنې مو وکړلې. هډوکۍ تقریباً د لسو پنځلسو کلونو زاړه و،د سر کوپړیو او ژامو څخه معلومېدل چې پنځه کسان و."

د کندهار ولایت لپاره د طالبانو والي ویاند د سیمې د اوسېدونکو له قوله ادعا وکړه چې دا کسان د تېر نظام پرمهال وژل شوي دي.خو تر دا مهاله دادعا په خپلواکه توګه نه ده تائید شوې چې یاد کسان د تیر نظام پرمهال وژل شوي دي او نه هم په کندهار کې د تېر نظام چارواکو تر دا مهاله د دې ادعا په اړه څه ویلي دي.

تر اوسه دا هم معلومه نه ده چې وژل شوي کسان څوک دي.

پر همدې مهال د دامان ولسوالۍ یوه اوسیدونکي حاجي محمد خان هم ویلي چې دغه ډله ییز قبر په دغه سیمه کې د خلکو لخوا د کیندونو پرمهال پیدا شوی دی.

د تیرې سپټمبر میاشتې پر ۲۶مه (تلې څلورمه) هم د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو ډله ییز قبر پیدا کېدو خبر ورکړل شو.

هغه مهال د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نور احمد سعید امریکا غږ ته ویلي و چې په دغه ډله ییز قبر کې ۱۲ کسان چې نهه کاله مخکې وژل شوي و موندل شوي دي.

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ډله ییز قبر پیدا کېدو په اړه د راپورنو خپرېدو سره هم مهاله ملګرو ملتونو په دې اړه پر څېړنو ټينګار کړی و.

د بشري حقونو څار کمېسیون د آسیا ځانګې مرستیالې پټریشا ګوسمن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې یاد ډله ییز قبرونه باید خوندي وساتل شي او د ځانګړو متخصیصنو لخوا دې وڅېړل شي.

هغه مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت هم د مقاماتو څخه غوښتي و چې د طب عدلي معیناتو لپاره دې د مړو پاتې شونو باندې لاس نه وهي.

نوموړي ویلي چې موندل شوي جسدونه باید طب عدلي ته وړاندې او هلته د ځانګړو متخصصینو لخوا وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې دي چې د نړیوالو بنسټونو او شواهدو له مخې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو پر مهال د بېلابېلو رژیمونو او وسله والو ډلو لخوا ګڼ شمېر افغانان له محاکمې پرته په ډله ییز ډول وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG