د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش له ماتې کلونه وروسته په زرګونو یزیدیان لا تر اوسه بې کوره دي او سختي تیروي


د عراق د کردستان په سیمه کې د سلیمانیی ښار ته نژدې کمپ کې، زرګونه یزیدیان دېره دي. دا خلک نه شي کولی چې د عراق د نینوا د ایالت د سنجار په ولسوالۍ کې خپلو کورونو ته ستانه شي.

په عراق کې، د اسلامي دولت ګروپ (داعش) د شکست نه قریب درې کاله وروسته، دغه یزیدیان لا هم په کمپونو کی اوسیږي او زیاتره لا په دې تمه دي چې د خپلو هغو عزیزانو د حاله خبر شي چې داعش په ۲۰۱۴ کال تښتولي دي.

ددې کمپ اوسېدونکې نفیه شوان پر خپلو سیمو باندې د داعش برید په یاد راوړي او وايي: "کله چې د اسلامی دولت ګروپ حمله وکړه، ماشومان وسوځول شول، بنیادمان مړه شول. هیڅکله به مو دا د یاده ونه وځی. مونږ لیدل چي هغوی ماشومان بیول، او زمونږ د لاسه هیڅ نه کیدل."

چا چې وکړی شو د داعش نه وتښتي، هغوی روحي او رواني ضربې وخوړلې او اوس په کمپونو کی اوسیږي.

نفیه شوان ددې کمپ بله یزیدۍ مېرمن ده چې خور، مور او د کورنۍ څو نور غړي یې لاردکه ده. هغه وايي: "کلونه کلونه کیږي، مونږ خپلې کورنۍ نه دي لیدلي. بې وسي یو، هیڅ نه شو کولی".

په عراق کې، د تښتول شویو یزیدیانو د څار ادارې د رپوټ له مخې، ۲۷۶۰ یزیدیو ښځو او ماشومانو مړیي او ژوندي تر اوسه نه دی معلوم.

فاني سلیمان د هغو ډیرو یزیدی میندو له ډلې یوه مورده چې اولادونه یی ورک دي.

هغه وایي، داعش په ٢٠١۴ کال کی د سنجار د سیمې نه د هغې ۲۵ کلنه لور، ایدا، او د کورنۍ شپږ نور غړي تښتولي، او تر اوسه یې هیڅ درک نه دی معلوم.

دا یزیدۍ مور وايي: "هغه ورځ یوازی زما دپاره نه ، بلکه مونږ ټولو یزیدیانو ته یوه بدمرغه ورځ وه. د ډیرو لوڼې تر اوسه پورې ورکې دي. زما د کورنۍ اوه کسه چې لور او پلار مې هم په کې دي، تر اوسه ورک دي، او هیڅوک زمونږ مرستې ته نه دي راغلي. د موصل نه د تیښتې راهیسې، مو، د هغوی په هکله هیڅ ندي اوریدلي".

خو د ټولو نه لا غټه ستونزه داده چې زیاتره یزیدیان، ځکه بیرته خپلو مېنو ته نه شي ورتللی چي ورانۍ او نا امنۍ اوس هم روانې دي.

شیون میشکو یزیدی کردۍ چې ژوندی پاتې شویده او اوس د سیلیمانیې په کمپ کې ژوند کوي، د کمپ د سختو شرایطو وايي: "ناروغۍ خپرې شویدي. ډیره بده ورځ راغلې په مونږ کورونه مو تباه شول، د ژوندانه هر څه، نوم او عزت مو برباد شو".

داعش د ٢٠١۴ د اګست پر درېیمه، په عراق کې په یزیدي ټولنې برید وکړ، قتلونه یی وکړل او زرګونه کسان یې له ځان سره یوړل.

د ملګرو ملتونو د غړیو، یوې ډلې چې ددې بریدونو په باره کې تحقیق کوي، وویل، داسې څرګند او د قناعت وړ شواهد یې غونډ کړي دي، چې ښيي د داعش له خوا، په لوی لاس د یزیدیانو تباه کول قتل عام و.

XS
SM
MD
LG