د لاس رسي وړ اتصالات

په وروستیو څلورو میاشتو کې ۳۴۰زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوي


د افغانستان الکترونکي تذکره
د افغانستان الکترونکي تذکره

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په ګڼو ولایتونو کې د دغه ادارې فعالیت جریان لري او په وینا یې په تېرو څلورو میاشتو کې ۳۴۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.

یادې ادارې نن شنبه جنورۍ لومړۍ (مرغومې ۱۱) ویلي چې دغه الکرترونیکي تذکرې په ۲۰ ولایتونو کې توزیع شوي دي.

د یادې ادارې په وینا اوس مهال په ټول هیواد کې د پخوانیو چاپ شویو تذکرو د وېش لړۍ روانه ده او په وینا یې په ۲۰ نورو ولایتونو کې د نویو تذکرو د چاپ او وېش بهیر هم په عادي ډول پرمخ روان دی.

د افغانستان د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې اوس مهال په کابل، ننګرهار، کنړ، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کندهار، زابل، بلخ، هرات، جوزجان، بغلان، غزني، بدخشان، کندز، فراه، نورستان، سمنګان او تخار ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو دفترونه د خلکو پر مخ خلاص دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو په اساس په یادو ولایتونو کې هره ورځ له ۱۳ تر ۱۵ زرو کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشل کېږي.

دغه ادارې ویلي چې په پاتې ولایتونو کې به هم د تخنیکي ټېمونو ترڅېړنو او نظارت وروسته د الکترونکي تذکرو دفترونه خلاص شي.

یادې ادارې په اعلامیه کې راغلي: "د الکترونیکي تذکرو غوښتونکي په کابل او هرات کې په آنلاین بڼه او په پاتې نورو ولایتونو کې په کمپیوټري بڼه د فورمو له ډکولو وروسته کولای شي د الکترونیکي تذکرو د ترلاسه کولو په موخه اقدام وکړي."

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د ګڼو دولتي ادارو کارونه ټکني شول چې تر دا مهاله ویل کیږي نورمال حالت ته نه دي راګرځېدلي.

طالبانو تر دې مخکې د کابل پاسپورت ریاست هم د مراجعینو پر خلاص کړی، خو تر څه مودې فعالیت بیرته دوه ځله د مراجعینو پر مخ تړل شو چې اوس هم بند دی.

بلخوا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د احصايي او معلوماتو ملي اداره په خپلو چارو کې په پاتې راتلو تورنوي او وايي چې کارونه یې په چټکۍ سره مخته نه ځي.

د احمد فرزاد په نوم د کابل ښار یوه اوسېدنکي امریکا غږ ته وویل چې له یوې میاشتې راپدېخوا یې د خپل ځان او کورنۍ لپاره د الکترونکي تذکرو اخیستو فورمې ډکې کړي، خو په وینا یې تر اوسه یې کارونه نه دي خلاص شوي.

هغه وویل چې په کابل کې د الکترونکي تذکرو یوازې مرکز د خلکو پر مخ خلاص دی، چې د مراجعینو شمېر ته په کتو کافي نه بلل کیږي.

نوموړي زیاته کړه: "هره ورځ په سرای شمالي کې د تذکرو ریاست ته په زرګونو کسان مراجعه کوي،د ډيرو کمو کسانو کارونه خلاصیږي،د تذکرو ورکولو بهیر ډير پڅ مخته روان دی، شاوخوا درې میاشتې وخت نیسي چې یوه تذکره واخلې."

خو د احصايي او معلوماتو ملي اداره وايي، دوی هڅه کوي چې په کابل کې د الکترونکي تذکرو ټول دفترونه د مراجعینو پر مخ خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG