د لاس رسي وړ اتصالات

تذکره کې د 'مور' نوم لیکل اختیاري دي ـ د نفوسو د احوال ثبتولو اداره


په تذکره کې د مور د نوم لیکلو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي
په تذکره کې د مور د نوم لیکلو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي

د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو ملي ادارې رئیس وايي، په الکترونیکي تذکرو کې د مور نوم د هر شخص په خوښه لیکل کیږي.

د یادې ادارې رئیس احمد جاوید رسولي نن چهارشنبه سپټمبر ۲۳ (تلې دوهمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر غني له فرمان سره سم به له دې وروسته په الکترونیکي تذکرو کې پر ټولو فردي مشخصاتو سربېره، د مور نوم هم درج کړي.

خو نوموړي زیاته کړه چې د مور نوم به د غوښتونکي په خوښه لیکل کیږي.

نوموړي زیاته کړه: "په الکترونیکي تذکرو کې د مور نوم درج کول اختیاري دي، او د الکترونیکي تذکرې د غوښتونکي په خوښه لیکل کېږي. که چېرې د تذکرې غوښتونکی د مور نوم له درج کولو سره موافق نه ‌وي، الکترونیکي تذکره یې د مور له نوم پرته چاپ او وېشل کېږي."

ښاغلي رسولي وویل، هغه الکترونيکي تذکرې چې تر دې وړاندې د مور له نوم پرته وېشل شوې دي هم د اعتبار وړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت ولسمشر محمد اشرف غني په الکترونیکي تذکرو کې د مور نوم لیکل هم توشیح کړل.

په افغانستان کې په الکترونکي تذکرو کې د مور د نوم لیکلو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي. یو شمېر کسان یې ملاتړ او ځینې بیا مخالفت کوي.

د الکترونیکي تذکرو وېیش

د افغانستان د نفوسو احوال ثبتولو ادارې مشر همدارنګه وویل چې تر دا مهاله یو میلیون الکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د الکترونیکي تذکرو اخیستلو تقاضا زیاته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې تر دا مهاله د هیواد داخل او بهر کې د الکترونیکي تذکرو ۴۷ مرکزونه پرانیستل شوي چې په وینا یې کېدایشي دغه مرکزونه نور هم پراخ شي.

ښاغلي رسولي وویل: "تر دا مهاله خلکو یو میلیون الکترونیکي تذکرې اخیستي دي... او په راتلوونکې کې به په نورو هیوادونو کې هم د افغان کډوالو لپاره مرکزونه پرانیستل شي."

افغان حکومت تر دا مهاله په ایران کې د مېشتو د افغان کډوالو لپاره د الکترونکي تذکرو ورکولو بهیر پيل کړی دی.

په پاکستان او نورو هیوادونو کې مېشتو افغانانو هم په هغه هیوادونو کې د الکترونیکي تذکرو بهیر پیلېدو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG