د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار د اشکمش ولسوال په یوه چاودنه کې ووژل شو


د تخار د والي ویاند وویل نن سهار ۷بجې کله چې داشکمش ولسوال د امنیتي پوستو نه لیدنه کوله په موټر یې ماین وچاودیده او ووژل شو
د تخار د والي ویاند وویل نن سهار ۷بجې کله چې داشکمش ولسوال د امنیتي پوستو نه لیدنه کوله په موټر یې ماین وچاودیده او ووژل شو

د تخار ولایتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د اشکمش ولسوال نن سهار اوه بجې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د دریو تنو نورو امنیتي کارکوونکو سره ووژل شو.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور د پیښې په هکله امریکا غږ ته وویل چې نن سهار اوه بجې کله چې داشکمش ولسوال عبدالحمید حقجو د دغې ولسوالۍ د امنیتي پوستو نه لیدنه کوله په موټر یې ماین وچاودیده چې له امله پخپله ولسوال او ددغې ولسوالۍ د مخابرې امر او دوه پولیس ووژل شول.

ښاغلي تیمور وویل چې تیره شپه مخالفو وسله والو د اشکمش ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته برید کړې وو چې د پو ستې د ساتوونکو له خوا په شا تمبول شوې وو، ولسوال حقجو غوښتل چې د دغې پوستې نه لیدنه وکړي چې په موټر یې دسړک د غاړې ماین وچاودیده.

تراوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د بلې خوا نن سهار د کندهار په ولایت کې د سړک د غاړې د یو ماین په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې تنه چې ښځې دي ټپیانې شوي دي.

د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې نن پاوکم اته بجې د کندهار ولایت د خاکریزد ولسوالۍ د خلیل د باغ په سیمه کې د ملکي مسافرو یو تونس ډوله موټر په ماین وخوت چې له امله یې په دغه موتر کې سپره یوه ښځه ووژل شوه او درې نورې ټپیانې شوې.

همداشان ښاغلي خپلواک وویل چې په دغه چاودنه کې یو ملکي وګړی چې د پیښې په ځای کې ولاړ وو هم وژل شوی دی.

تراوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG