د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د دیوالي ورځ نمانځي


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه میرمن جیل بایډن د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۴ (لړم ۲) د دیوالي د نمانځلو په موخه په سپینه ماڼۍ کې د یوې میلمستیا کوربه توب کوي.

دیوالي په هند کې تر ټولو ستر کلنی جشن دی. دا ورځ د هندوانو او سکانو په دینونو کې په تیارو باندې د رڼا د بریا د سمبول په توګه نمانځل کیږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر څه موده مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې ولسمشر بایډن له هند سره د امریکا د ملګرتیا او د هندي-امریکایانو ته په پاملرنې سره د دیوالي نمانځل مهم ګڼي.

د بایډن کورنۍ تېر کال هم د دیوالي په مناسبت په سپینه ماڼۍ کې یو کوچنی څراغ (ډیوه) روښانه کړ.

د لومړي ځل لپاره د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په سپینه ماڼۍ کې د دیوالي ورځ ونمانځله او له هغه وروسته د امریکا پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او ډونالډ ټرمپ هم دغه ورځ په سپینه ماڼۍ کې ونمانځله.

د دیوالي جشن د نمانځلو مراسم دوه ورځې وړاندې د نیویارک ښار د ټایمز سکویر په مشهور څلورلارې کې پیل شول او د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس او د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ دا مراسم په خپلو کورونو کې ونمانځل.

د دیوالي په مناسبت د امریکا په یو شمېر ښارونو او سیمو کې ښوونځي تړلي دي.

XS
SM
MD
LG