د امریکا د استخباراتي څانګې مشران وایي تېر کال له ۱۰ زرو څخه زیات هغه کسان چې له ترهګرۍ سره یې اړیکې لرلې، امریکا ته د ننوتلو څخه منع شوي دي.
د امریکا استخباراتو د برخې چارواکو د چهارشنبې په ورځ (جنوري ۱۴) اعلان وکړ چې په تېر کال کې له ۱۰،۰۰۰ څخه ډېر کسان چې له ترهګرۍ سره یې تړاو درلود، هېواد ته د ننوتلو څخه منع شول، او همدارنګه له ۸۵،۰۰۰ څخه زیات نور کسان د ترهګرو د څار په لست یا (واچ لېسټ) کې شامل شول.
دا اعلان د ملي استخباراتو د څانګې مشرې، تولسي ګبارډ، د ایکس د ټولنیزې رسنۍ له لارې وکړ.
هغې وویل: «په ۲۰۲۵ کال کې، زموږ د ټیم لهخوا له فدرالي، ایالتي او سیمهییزو شریکانو سره د شریکو شویو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرۍ سره تړلي له ۱۰،۰۰۰ څخه زیات کسان زموږ هېواد ته د راتګ څخه منع شول.»
هغې زیاته کړه: «د ترهګرۍ ضد ملي مرکز لهخوا برابر شوي استخباراتي معلومات، څېړنه، ارزونه او پر وخت غبرګون د کارټلونو او جرمي بانډونو پر ضد د زرګونو بریالیو عملیات امکان او سهولت برابر کړ، چې په پایله کې یې زرګونه مجرمان د امریکا په خاوره کې نیول شوي او لدې هیواد څخه ایستل شوي دي.»
د ترهګرۍ ضد د ملي مرکز مشر، جو کینټ، هم د چهارشنبې په ورځ ( جنوري ۱۴) وویل چې زرګونه هغه کسان چې تېر کال هېواد ته د ننوتلو څخه منع شوي وو، دوي د ترهګریزو کارټلونو یا بانډونو سره اړیکې لرلې، چې له امله یې امریکا ته د ننوتلو اجازه رد شوه، نوې پلټنې پیل شوې او ویزې لغوه شوې.
هغه وویل چې دغه اداره، د قانون پلي کوونکو نورو ادارو سره په ګډې همکارۍ له ۸۵،۰۰۰ څخه زیات کسان د ترهګرو د څار په ځانګړي لسټ کې شامل کړي دي.
کینټ د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې د یوه پوست په ترڅ کې وویل: «د کار نتیجې مو روښانه دي: زرګونه ترهګر مجرمان یا امریکا کې نیول شوي یا امریکا ته د ننوتلو څخه منع شوي او یا هم د امریکا له خاورې ایستل شوي دي.»
یادې ادارې دا هم وویل چې د ۳۰ میلیونو څخه زیاتو نویو هغو کډوالو د غوښتنلیکونو د ارزونې ملاتړ شوی دی چې دې هیواد ته یې د سفر غوښتنه کړې وه، او د کورني امنیت وزارت یا (دي اچ اس) او د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړو د ملاتړ لپاره یې د ۱۵۰ میلیونو څخه زیات موجوده غوښتنلیکونو ارزونې کړې دي.
دوي زیاتوي چې تېر کال امریکا ته له پولو څخه د تیریدلو کچه ۹۳ سلنه راکمه شوې، ځکه چې لدي هیواد څخه د شړلو یا ایستلو کچه په تاریخي بڼه لوړه شوې ده.
د ترهګرۍ ضد ملي مرکز د ډسمبر په ۱۹مه د کال د پای په ارزونه کې وویل:«د مې له میاشتې څخه تر نومبر پورې، اووه پرلهپسې میاشتې د امریکا د پوله ساتو قواو یا (یو اس بي پي) هېڅ غیرقانوني کډوال هېواد ته ندي پرې ایښي.»
د کال د پآی ارزونه زیاتوي: «د ټرمپ د ادارې تر واکمنۍ لاندې، د سوېل لوېدیځ سرحد په اوږدو کې ۷۳،۳۲۹ کسان توقیف شوي چې دا د بایډن د ادارې پر مهال د ۱۵۵،۴۸۵ میاشتني اوسط په پرتله ۵۳ سلنه کموالی ښيي.»
دا اداره وایي چې د ټرمپ د حکومت له خوا د غیرقانوني کډوالو پر ضد د سختو اقداماتو له امله، تېر کال له ۲.۵ میلیونو څخه زیات بې اسناده بهرني وګړي له امریکا څخه وتلي دي، چې پکې شاوخوا ۱.۹ میلیونه په خپله خوښه تللي او له ۶۲۲،۰۰۰ څخه زیات شړل شوي دي.
ګبارډ وویل: «ولسمشر ټرمپ د هېواد د خوندیتوب امر ورکړ او د ملي استخباراتو دفتر د ترهګرۍ ضد ملي مرکز خپله دا دنده ترسره کړه.»
فورم \ دبحث خونه