د لاس رسي وړ اتصالات

غني: متحده عربي اماراتو په ډیپلوماتانو برید زمونږ اړیکې خرابولې نه شي


د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني په کندهار کې د والي په میلمستون کې د تیرې شپې برید چې له امله یې یوولس تنه ووژل شول او څوارلس نور ټيبان شول په سختو ټکو غندلی دی.

د ارګ څخه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د متحده عربي اماراتو سفیرکندهار ولایت ته د بشري مرستو په موخه د النهیان خیریه کور بنسټ دجوړولو لپاره تللی وو.

جمهورغني ویلي د افغانستان د ثبات او پرمختګ دښمنان د دغه وړ تروریستي اعمالو په ترسره کولو سره د هېواد د ودانولو او پرمختګ لپاره زموږ د خلکو باور او پیاوړې ارادې نشي کمزورې کولی.

جمهور رئیس غني ویلي " دا اعمال په هیڅ وجه د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې او همکارۍ نشي زیانمنولی ".

جمهور رئیس غني اړونده مسوولینو ته دستور ورکړ چې د کندهار د والي په مېلمستون کې شوې تروریستي پېښه دقیقه وڅېړي.

د قربانیانو د پیژندلو لپاره طبي ټیم کندهار ته تللی

د بلې خوا په کندهار کې امنیتي چارواکې وایي د افغان او بهرنیو ډاکټرانو یو ټیم د د غې پیښې د قربانیانو د هویت د معلومولو لپاره نن کندهار ته رسیدلی دی.

په کندهار ولایت کې یو لوړ پوړې نظامي چارواکی وايي، چې د متحده عربي اماراتو ، افغان او امریکايي ډاکترانو یوه ډله په کندهار کې د والي په میلمستون کې د تیرې شپې په چاودنه کې د هغو وژل شویو کسانو پرجسدونو د ډي این اې "DNA" معایناتو د ترسره کولو لپاره دغه ولایت ته را رسیدلې ده.

د ۲۰۵ اتل قول اوردو یوچارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې په وژل شویو کسانو کې پنځه د متحده عربي اماراتو ډيپلوماتان ،د عبدالمالک په نوم د متحده عربي اماراتو د سفیر ژباړن ، د کندهار د بهرنیو چارو رئیس ، د ولسي جرګې غړی باز محمد جوزجاني، یما قریشي او دوه تنه نور شامل دي، چې جسدونه يې د پيژندنې او طبي معایناتو لپاره د کندهار په هوایي ډګر کې د نړیوالو ځواکونو روغتون ته وړل شوي دي.

دغه چارواکي وویل، چې په وژل شویو کسانو کې د متحده عربي اماراتو د یو ډيپلومات جسد د هغه د ګرځنده ټیلیفون او د پیژندنې د کارت له مخې پيژندل شوی او د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د خپلوان یما قریشيجسد هم پیژندل شوی، خو د پاتې نورو جسدونه به د ( ډي این اې ) معایناتو تر بشپړیدو وروسته د هغوی خپلو کورنیو ته به وسپارل شي .

دغه چارواکيامریکاغږ ته وويل، چېد کندهار د والي همایون عزیزي او د متحده عرب اماراتو د سفیر په ګډون ټول څوارلس تنه ټپیان د چاودنې پر مهال د اور لمبو وهلي او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک چې پخپله هم په دغه برید کې برسیرن ټپي شوی، امریکا غږ اشنا راډیو ته د تیرې شپې په برید کې د کندهار د والي د مرستیال عبدالعلي شمسي وژل کیدل تائید کړي دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي، چې د کندهار ولایت مقام په ميلمستون کې چاودیدونکي توکې په کوچونوکې ځای پر ځای شوي وو.

چاودنه په هغې ميلمستیا کې رامنځ ته شوه چې د متحده عربي اماراتو د سفیر لپاره د کندهار د والي په ميلمستون کې جوړه شوې وه.

تیره ورځ د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي په کندهار کې د دوه میلیونه ډالرو په لګښت د یوه روزنتون د ودانۍ د کار د پيل لپاره دغه ولایت ته راغلی وو.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې چاودنې دقیقآ په هغو دوو کوچونو کې وشوې چي پر یوه باندې له چاودنو څو شېبې مخکې دی ناست وو.

هغه وویل کله چې دی د لمانځه د ادا کولو لپاره د لمانځه اطاق ته په لار وو، دوه غبرګې چاودنې وشوې.

د کندهار ولایت مقام تر کلک امنیتي څار لاندي ساتل کیږي او د ولایت مقام په احاطه کې دننه د والي د کورنۍ د استوګنې سرای هم دی چې د تیرې شپې دغه پېښه په کښې رامنځ ته شوې ده.

امنیتي منابع وايي چې د افغان او نړیواله امنیتي ډله د دې پیښې تحقیقات کوي ترڅو دا معلومه کړي چې په دقیق ډول په برید کې د کوم ډول چاودیدونکو توکو څخه کار اخیستل شوی او پیښه څنګه رامنځ ته شوې ده.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې دا ډله د کندهار د والي په میلمستون کې په چاودنه کې لاس نه لري.

قاري محمد یوسف احمدي لیکي " تیره شپه دکندهار ولایت مقر کې دننهپهیوه غونډه کې رامنځته شوې پیښه د دوی خپل منځي ستونزه ده او په موږ پورې اړه نه لري ځکه په دې شپه موږ په کندهار کې عملیات نه درلودل".

تراوسه کومې ډلې لا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG