د بې پولې ډاکټرانو سازمان: د ایبولا ناروغي له کنټروله وتلې 

په کانګو کې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته، د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۱۲مه) وویل، چې ښايي د ناروغۍ ډېرې پېښې نه وي ثبت شوې، په ځینو سیمو کې روغتونونو ته د ناروغانو لېږد ډېر زیات دی او ویروس لا هم له کنټروله بهر خپرېږي.

د تائید شویو پېښو شمېر اوس له ۱۱ زرو څخه اوښتی دی. دغه ناروغي چې د مې میاشتې په نیمایي کې خپره شوه د ویروس لپاره یې تر اوسه هېڅ ډول درملنه یا واکسین نشته او دا د ایبولا د خپرېدو په تاریخ کې دویمه تر ټولو لویه وبا ده.

خو د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، مرستې هغو کسانو ته نه رسېږي چې ورته زیاته اړتیا لري. دغه سازمان د بې روزنې او بې معاشه روغتیايي کارکوونکو، د تېلو د نشتوالي له امله د ولاړو امبولانسونو او د ناروغانو د څارنې او په خوندي ډول د درملنې لپاره د اړینو ډلو او تجهیزاتو د کمښت یادونه کړې ده.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د کانګو له حکومت او د ملګرو ملتونو له ادارو، چې د روغتیا نړیوال سازمان هم په کې شامل دی، غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي، څو راټولې شوې سرچینې او مرستې په عملي توګه د خلکو د ملاتړ لپاره وکارول شي.

د کانګو حکومت د رویټرز خبري اژانس د نظر غوښتنې په اړه سمدستي ځواب نه دی ورکړی.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، د کانګو بېلابېلې سیمې، چې ځینې یې جګړه ځپلې سیمې دي، له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په تېره یوه میاشت کې د ایبولا اړوند نږدې دوه پر درېیمه برخه ثبت شوې مړینې د درملنې په مرکزونو کې نه، بلکې په ټولنو او استوګنیزو سیمو کې رامنځته شوې دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، په روغتیايي مرکزونو کې د اوبو، کلورین او نورو اړینو توکو کمښت هم د ناروغۍ د خپرېدو خطر زیاتوي.

کله چې رویټرز د بې پولې ډاکټرانو سازمان د نیوکو په اړه د روغتیا له نړیوال سازمان څخه پوښتنه وکړه، دغه سازمان د سې‌شنبې په ورځ (د نومبر ۱۰مه) د خپل عمومي رییس ټېډروس ادهانوم غبرګون ته اشاره وکړه. نوموړي د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې د ځنډ په څېر ستونزې یادې کړې.

هغه وویل، چې د روغتیا نړیوال سازمان د کانګو له چارواکو، د افریقا د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز (Africa CDC) او نورو همکارانو سره کار کوي، څو د ناروغۍ پر وړاندې مبارزه پیاوړې کړي. خو نوموړي خبرداری ورکړ، چې ناامني، په ځانګړي ډول پر روغتیايي مرکزونو بریدونه، د ناروغۍ د مهارولو پر وړاندې له تر ټولو لویو خنډونو څخه ګڼل کیږي.

​
XS
SM
MD
LG