د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون وتړل شو


د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې په خپل فیسبوک کې په دې مسله غبرګون ښودلی او دا پیښه یې غندلې ده
د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې په خپل فیسبوک کې په دې مسله غبرګون ښودلی او دا پیښه یې غندلې ده

په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون هغه وخت وتړل شو چې یوې خاصې نظامې ډلې دغه روغتون تالاشي کړ چې بیا ورسره بې سرحده ډاکټرانو خپل روغتون د نامعلومې مودې لپاره وتړه.

د ولایتي شورا د مرستیال امرالدین ولي پر وینا دغو نظامیانو ځانونه د کورنیو چارو په وزارت پورې اړوند ګڼل روغتون ته ننوتي او پر تالاشۍ يې پیل کړی.

هغه وایې چې د بې سرحده ډاکټرانو له خوا د روغتون د تالاشي کولو ممانعت شوی خو هغوي تالاشۍ ته دوام ورکړی، ولي زیاتوي چې له تالاشۍ وروسته دغه روغتون چې مشري يې خارجي ډاکټران کوي وتړل شو او مریضان يې رخصت شول.

د بې سرحده داکترانو ټولنې په خپل فیسبوک کې دغه پیښه په کلکه غندلې او په دې کار یې سخت خپگان ښودلی دی. دوی ویلي دي چې ځانگړې پوځي ډلې روغتون ته له ننوتلو وروسته د درې تنو ناروغانو د نیولو هڅه وکړه، خو د روغتون مامورینو مقاومت وکړ. د بې سرحده داکترانو په وینا شاو خوا له یو ساعت وروسته دغه درې تنه بیرته خوشی کړای شول او پوځیان له روغتون څخه ووتل.

د کندز چارواکي هم د پیښې په اړه نور څه نه وايې خو هغه خلک چې په سیمه کې معلوماتو ته لاسرسی لري وایې چې ددغې تالاشۍ هدف د یو جګپوړي طالب قوماندان نیول وو.

د بې سرحده ډاکټرانو د روغتون یو تن نرس چې له نوم اخیستو یې ډډه کوله ویې ویل چې د معلوماتو له مخې د پنجشنبې په ورځ په چاردره کې د القاعدې پر قوماندان ابوحذیفه باندې د بې پیلوټه الوتکې له خوا برید شوی و چې په نتیجه کیې ابوحذیفه او د هغه څو نور ملګري ټپیان شوي وو.

دغه منبع زیاتوي چې فکر کیده چې د القاعدې قوماندان ابوحذیفه به یې د تداوۍ لپاره د بې سرحده ډاکټرانو روغتون ته راوړی وي. یوه ځانګړې قوه چې ویل یې له کندهاره راغلي په روغتون کې يې په تالاشۍ پیل وکړ، ډاکټران او خارجي مامورین یې تهدید کړل چې په نتیجه کې یې روغتون وتړل شو.

دغه نرس وایې چې د روغتون د بیرته پرانستل کیدو وخت نه دی معلوم، هغه زیاته کړه چې مریضان رخصت شوي او د روغتون دروازه تړل شوی ده.

په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون کې یوازې د هغو مریضانو تداوي کیده چې په ترافیکي پیښه او یا هم جګړو کې به یې ټپیان شوي وو.

په کندز کې مشهوره ده چې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون کې د دولت د مخالفو وسله والو طالبانو ټپيان هم تداوي کیدل.

د کندز د امنیې قوماندان ویاند سید سرور حسیني پیښه تاییدوي او وایې چې دغو ځانګړو ځواکونو چې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون یې چاپه وهلې د کندوز له پولیسو سره هماهنګي نه درلوده. هغه د پيښې په اړه د نورو جزیاتو ورکولو څخه ډډه کوي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG