د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستيال، ظاهر قدير، له کينيا څخه متحده ايالاتو ته تر سپارل کېدو وروسته، د نيويارک ښار د منهاتن په فدرالي محکمه کې حاضر شو.
د امريکا فدرالي چارواکي وايي، ظاهر قدير د مخدره موادو او وسلو د قاچاق اړوندو تورونو له امله محاکمه کېږي.
د امريکا د عدليې وزارت سرپرست او لوی څارنوال، ټاډ بلانچ، وایي قدير د يوې جنايي شبکې مشر و.
تاد بلانچ وویل، "عبدالظاهر قدير، چې ځان يې د افغانستان يو سياسي مشر باله، ظاهراً د يوې جنايي شبکې مشري کوله چې د درنو وسلو او د خطرناکو او هغو مخدره موادو په قاچاق کې یې چې د اعتیاد سبب ګرځي، لاس درلود.
د امريکا د مخدره موادو پر ضد ادارې د هغو پلټنو مشري په غاړه لرله چې د قدير جنايي فعاليتونه يې پای ته ورسول، او اوس به هغه په متحده ايالتونو کې د قانون پر وړاندې ځواب ووايي."
د امريکا د مخدره موادو ضد ادارې (DEA) مشر، ټرېنس کول، ويلي چې ظاهر قدير له خپل نفوذ او مقام څخه د مخدره موادو او وسلو د قاچاق د اسانتيا لپاره ګټه اخيسته، هغه قاچاق چې د نوموړي په وينا يې تاوتريخوالی او بېثباتي زياتوله. کول زياته کړه چې د قدير په نيول کېدو سره نړۍ خوندي شوې ده.
هغه وویل، "اشتباه مه کوئ. موږ به د امريکا د حکومت ټول امکاناتو نه کار واخلو څو داسې کسان د قانون منګولو ته وسپاروو. مهمه نه ده چېرته ياست او يا څومره ځواکمن ياست، تاسو زموږ له لاسرسي بهر نه ياست."
امريکايي چارواکو ويلي چې ظاهر قدير به د محاکمې تر پيل پورې په توقيف کې پاتې شي.
امریکایي چارواکي زیاتوي چې، د ظاهر قدير دوسيه له هغې دوه کيلوګرامه بستې سره تړاو لري چې په جنوبي افريقا کې یې هغه کس ته وسپارله چې د امريکا د مخدره موادو پر ضد د ادارې پټ مامور و.
د امريکا د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې امريکايي خفیه مامورينو له ظاهر قدير سره د سلګونو کيلوګرامه هيرويين او ميټامفټامين د قاچاق او په امريکا کې د هغو د خرڅلاو په پلمه اړيکه ټينګه کړه.
د وزارت په وينا، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په لسمه، قدير په جنوبي افريقا کې د جوهانسبرګ ښار کې د ۱۴ زره امريکايي ډالرو په بدل کې دوه کيلوګرامه ميټامفټامين يوه پټ مامور ته وسپارل.
د عدليې وزارت وايي، وروسته همدغه پټ مامور له قدير څخه د سلګونو کيلوګرامه هيرويين او ميټامفټامين، او همدارنګه د سلګونو ميله کلاشينکوفونو، سنایپر ټوپکونو، آر پي جي او نورو مهماتو غوښتنه وکړه، او قدير ورته د دغو وسلو او مهماتو بيې ولېږلې.
د امريکايي چارواکو په وينا، قدير کله چې یې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۵مه، غوښتل د کينيا په پلازمېنه نايروبي کې له همدې خفیه مامور او نورو کسانو سره وويني، د کينيا پوليسو له خوا ونیول شو. بیا دوه مياشتې مخکې د نايروبي يوې محکمې د امريکا هغه غوښتنه ومنله او امریکا ته یې د هغه د سپارلو پرېکړه يې وکړه.
د امريکا د عدليې وزارت ويلي چې ظاهر قدير د ۲۰۲۶ کال د جولای په لسمه د کينيايي چارواکو له خوا متحده ايالاتو ته وسپارل شو. تر اوسه څرګنده نه ده چې په محکمه کې به د هغه دفاع څوک کوي.
د ظاهر قدير ورور، عبدالقهار قدير، پر خپل ورور لګېدلي تورونه رد کړي دي.
هغه د فیس بوک پاڼې کې په یو پيغام کې ليکلي چې ورور يې د ناعادلانه تورونو او سياسي توطيې هدف ګرځیدلی دی.
عبدالقهار قدير وايي، ظاهر قدير له دې مخکې چې د افغانستان ولسي جرګې ته وټاکل شي او د هغې مرستيال شي، د افغانستان د سرحدي ځواکونو جنرال و. د هغه په وينا، کله چې د افغانستان په ختيځ کې د داعش فعاليتونه پراخ شول، د ظاهر قدير تر قوماندې لاندې ځواکونو د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره يو ځای د داعش پر ضد جګړه وکړه.
ظاهر قدير د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ډېرو نورو پخوانيو افغان چارواکو خلاف، په افغانستان کې پاتې شوی و.
فورم \ دبحث خونه