د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالظاهر د افغان ځواکونو لخوا په توغول شوي توغندي ووژل شو.

د لغمان والي رحمت الله یارمل نن یکشنبه مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) امریکا غږ ته وویل چې د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالظاهر نن له غرمې وروسته د افغان ځواکونو لخوا په توغول شوې مرمۍ لګېدلی او وژل شوی دی.

والي وایي چې افغان ځواکونو د طالبانو پر خوا د توپ مرمۍ ویشتله چې د تخنیکي ستونزې په وجهه مرمۍ د امینه قوماندان خوا کې لګېدلې او چاودیدلې چې پخپله امنیه قوماندان له یو ساتونکي سره یو ځای وژل شوی دی.

والي وایي چې سیمه کې وضعیت د اندېښنې وړ نه دی او جګړه نشته دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د لغمان ولایت په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي و.

XS
SM
MD
LG