د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې 'له جګړې پرته طالبانو ته د پوستو پرېښودلو اندېښنې پیدا کړي'


د لغمان الینګار کې د پولیسو پوسته.
د لغمان الینګار کې د پولیسو پوسته.

لغمان کې ځینې چارواکي وايي په الینګار ولسوالۍ کې محلي اردو د قومي مشرانو په منځګړتوب خپلې درې پوستې او یوه قرارګاه پرېښي دي.

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې حکومتي ځواکونو د قومي مشرانو په منځکړتوب تېره شپه د الینګار ولسوالۍ د «ادهار پل پوسته، سندروا پوسته، ګنګل پوسته او منګو سیمه کې د اردو ټولۍ» پریښي او ولسوالۍ کې ټول شوي دي.

سرچینه وایي چې په دغو ټولو کې پوستو هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په الینګار کې له تېرو څو ورځو راهیسې په پرلپسې ډول حکومتي ځواکونه خپلې پوستې پرېږدي چې تر اوسه د ملي اردو څلور پوستې، یو ټولۍ همدا شان د ملي پولیسو دوه پوستې طالبانو نیولي دي.

د الینګار ولسوال نصیر احمد همت نن جمعه مۍ اومه (غوايي ۱۷) امریکا غږ ته وویل:" پرته له مقاومت څخه پوستې پرېښودل کېږي، ځینې قومي خلک راځي او څه جوړ جاړی کوي، موږ ته مسئله ګونګه ده او د اندېښنې وړ ده، ځکه چې د چا نوک هم پکې نه دی خوږ شوی او پوستې لګیا دي سقوط کوي او ځواکونه ولسوالۍ ته راګرځي."

د سیمې یو اوسېدونکي فقیر الله امریکا غږ ته وویل:" یو څو ډزې وشي بس وروسته ځینې قومي خلک پوستې ته ورشي هلته خبره وکړي اوطالبان راشي پوسته ونیسي، نه جنګ او مقاومت، بس سرتیري خپلې ټولې وسلې په پوسته کې پرېږدي او دوی په موټرو کې بار کړي او له پوستې وباسي، یا یې ولسوالۍ ته ورسوي او یا هم مهترلام طرف ته ځي."

د محلي اردو د یوې پوستې قوماندان چې خپل نوم نه ښيي امریکا غږ ته وویل:"د دریو پوستو له سرتېرو سره یې هیڅ اړیکه نه کیږي چې طالبانو سره دي که بل طرف ته یې ځانونه ویستلي، خو اوس جنګ ولسوالۍ ته نژدې شوی او تر اوسه تازه دمه ځواکونه سیمې ته نه دي رسېدلي."

د الیشنګ ولسوال وایي چې اوس د ولسوالۍ شاوخوا درې پوستې د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي او دوی مقاومت کوي او همدا شان په ولسوالۍ کې ځواکونه په قوي وسلو سمبال دي."

بلخوا د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د منځګړیتوب جرګې غړي ډاکټر ذاکر امریکا غږ ته وویل چې دوی د حکومت ۱۶ سرتیري ژوندي وژغورل او الینګار ولسوالۍ ته یې سپارلي.

هغه وویل: "تېره شپه چې د منګو په ټولي باندې طالبانو جګړه وکړه نو موږ ته اردو زنګونه وکړل او ما قومي مشران له ځانه سره یو ځای کړل او طالبانو ته ورغلو، د منګو پوسته طالبانو نیولې وه، نو موږ طالبانو ته وویل چې دا د اردو سرتیري موږ ته پرېږدئ چې ولسوالۍ ته یې وسپارو. د طالبانو دې کور اباد وي زموږ غوښته یې ومنله او ۱۶ سرتېري مو له وسلو سره یو ځای له پوستې راوویستل او الینګار ولسوالۍ ته مو ورسول."

د لغمان د ولایتي شورا استازي ګلزار سنګروال امریکا غږ ته وویل: "په دې تېره یوه اونۍ کې چې اوه پوستې د یو ټولي په شمول طالبانو سقوط کړي نو هیڅ سرتیري یا طالب ته پکې زیان نه دی اوښتی او ولسوالۍ شاخوا لږې پوستې پاتې دي چې هغه هم طالبانو محاصره کړي دي."

ځايي طالبانو امریکا غږ ته ویلي چې لغمان کې د حکومتي ځواکونو اته پوستې نیولي دي او د دغو ټولو پوستو وسلې یې هم لاسته ورغلي دي.

د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې نن سهار لس بجې د الینګار ولسوالۍ په هغه پوسته بمبار هم شوی دی چې ځواکونو پريښي وه او پکې طالبان وو.

په دغه پوسته داسې مهال بمبار شوی چې د ځايي خلکو په وینا ولسي خلک او طالبان په ګډه دلته موجود وو.

د لغمان ولایتي چارواکي وایي د الینګار ولسوالۍ کې به بایللې پوستې بېرته ونیسي.

XS
SM
MD
LG