په امریکا کې د محلي موسیقۍ مشهورې سندرغاړې ډولي پارټن د سې شنبې په ورځ (اګست ۲۵) له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د پارټن کورنۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې هغه ۸۰ کلنه وه. د هغې د مړینې علت هم سمدستي ندی ښودل شوی.
د پارټن د رنګینو او ځانګړو جامو اغوستلو هغه د امریکايي تفریحي نړۍ په پېژندل شویو څېرو بدله کړې وه.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تروټ سوشل په ټولنیزه شبکه کې د یوه پوسټ له لارې وویل چې د میرمن پارټن د درناوي لپاره یې امر کړی چې د امریکا بیرغ د سې شنبې د ماښام ۶ بجو څخه د یوې اوونۍ لپاره په ټول هیواد کې نیمه ځوړند وساتل شي.
ټرمپ ولیکل: «په ډېرې خواشینۍ سره خبر درکوم چې ډولي پارټن، چې د امریکا د محلي موسیقۍ تر ټولو نامتو سندرغاړو څخه ګڼل کیږي، د تل لپاره له موږ سره مخه ښه وکړه. دا د میلیونونو خلکو لپاره یوه رښتینې ضایعه ده. د هغې په څېر هېڅکله څوک نه و او نه به وي. ... ډولي، په هوسا ابدي خوب بیده شه! نړۍ له تا سره مینه لري.»
د پارټن هنري ژوند نږدې شپږ لسیزې وغځېد او د «Jolene»، «Coat of Many Colors» او «I will always love you» په ګډون یې ګڼې تلپاتې سندرې ویلې دي.
په ټوله نړۍ کې د هغې له ثبت شوو سندرو څخه له ۱۰۰ میلیونو څخه ډېرې نسخې وپلورل شوې او په انلاین بڼه یې له ۱ میلیارد څخه ډېر ځله سندرې ثبت شوي.
د ټېنېسي ایالت قانون جوړونکو هم د هغې درناوی وکړ.
سناتورې مارشا بلکبرن پر ایکس ولیکل: «ما سره هېڅ داسې کلمې نشته چې زموږ د کورنۍ او په حقیقت کې د ټول ټېنېسي اوسېدونکو هغه غم په سمه توګه بیان کړي چې د ډولي پارټن په له لاسه ورکولو یې احساس کوو. ډولي، موږ به تل له تا سره مینه وساتو.»
د ټېنېسي په حوزه کې د سیویر ناحیه،چې د پارټن اصلي سیمه ده استازې ډیانا هارشبرګر پر X ولیکل: " پارټن هیڅکله له موږ څخه بیله نشوه.» هغې وویل چې ختیځ ټېنېسي د خپل یوه عزیز د غم ویر کوي..»
پارټن د ۱۹۴۶ کال د جنورۍ په ۱۹مه د ټېنېسي ایالت په پټمن سنټر کې وزېږېدله. هغه د ۱۲ ماشومانو له یوې کورنۍ څخه وه، چې خپله یې «سخته بېوزله» بلله. هغې د ماشومتوب پر مهال په کلیسا، سیمهییزه راډیو او ټلوېزیون کې سندرې ویلې او په ۱۳ کلنۍ کې یې د نیشوېل په «Grand Ole Opry» کې هم ننداره وړاندې کړه.
فورم \ دبحث خونه