د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو الوتنو پیلېدو نېټه معلومه شوه


په نړۍ کې د کروناویروس وبا له امله د تیرو څو میاشتو راپدېخوا افغانستان ته ټول نړیوال پروازونه ځنډول شوي
په نړۍ کې د کروناویروس وبا له امله د تیرو څو میاشتو راپدېخوا افغانستان ته ټول نړیوال پروازونه ځنډول شوي

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، افغان کابینې د یادې ادارې د عملیاتو د تنظیم او کورنیو او نړیوالو الوتونو د بیا پیلولو دستور العمل تصویب کړ چې پر اساس یې ښایي د راتلونکې اونۍ په پیل کې کورني الوتنې پیل شي.

د یادې ادارې ویاند امریکا غږ ته وویل چې دغه دستورالعمل د نړیوال هوایي ټرانسپورټ اتحادیې (ایاتا) او د نړیوال ملکي هوایي چلند سازمان (ایکاو) د لارښوونو سره سم جوړ شوی.

محمد نعیم صالحي نن چهار شنبه جون ۱۷ (غبرګولی ۲۸) وویل: "دسترو العمل د کابینې له خوا تصویب شوی. موږ د حکومت مشرتابه سره یوه بله ناسته هم لرو، له هغه وروسته ښايي د راتلونکې اونۍ له پیل راهیسې کورني پروازونه پیل شي."

ښاغلي صالحي زیاته کړه چې: "بهرنۍ الوتنې د بهرنیو هېوادونو پورې اړه لري، هر هغه تاریخ چې دوی د پروازونو پیل اعلان کړي وي ورسره به د افغانستان شرکتونه هم هغو هېوادو ته الوتنې پیل کړي."

د ملکي هوايي چلند اداره وايي ټاکل شوې د روانې جون میاشتې پر ۲۴مه د ترکش ایرلاین او پر ۲۵مه د اماراتو هوايي شرکت الوتنې افغانستان ته پيل شي او همدا د افغاني شرکتونو الوتنې به هم یادو هېوادو ته پیل شي.

یاده اداره وايي چې د مرکزي آسیا هیوادونو د جولای له لومړۍ نیټې څخه د الوتنو له سره پیلولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ؛ خو هند او پاکستان د جون د میاشتې تر پای پورې په الوتنو بندیز لګولی دی.

په نړۍ کې د کرونا ویروس وبا خپرېدو له امله د تیرو څو میاشتو راپدېخوا افغانستان ته ټول نړیوال پروازونه ځنډول شوي و.

XS
SM
MD
LG